په کابل کې د رسنيو نمايشګاه دايريدل

په کابل کې د رسنيو نمايشګاه دايريدل

دوشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۴

د افغانستان د رسنيو دوه ورځينی نندارتون د يو شمېر دولتي مقامونو او رسنيو مسؤلينو، ملي شورا او خبريالانو په ګډون په کابل کې ترسره شوه.

په دې نندارتون کې مختلفې تصويري، غږيزي، چاپي او انلاين رسنيو فعاليتونه او لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې شوې.

مژګان مصطفوي د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معينه چې دغه نندارتون ته تللې وه وويل: کله چې ټولې رسنۍ تر يو چتر لاندې جمع کووم، ټولو ته دا نښان ورکول کېږي چې په افغانستان کې رسنۍ څومره پرمختګ او لاسته راوړنې لري.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معين همدارنګه زياته کړه: « که څوارلس کاله مخکې مو چاته د رسنيو د نن په اړه خبرې کړې وای داسې تصور به يې کړی وای چې ټوکې کوي، ځکه نن ورځ په افغانستان کې د رسنيو پرمختګ په تاريخ کې بې سابقې دي.»

ميرمن مصطفوي ددغه نندارتون له جوړونکو په ستاينې وويل چې دغه ډول برنامو ترسره کول د افغانستان د رسنيو تر منځ تفاهم رامنځته کوي. هغه وويل چې په راتلونکي کې د دغه ډول نندارتون د ترسره کولو هيله منده يم.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معين ددغه وزارت له طرح او برنامو څخه په دې برخه کې يادونه وکړه ويويل: مونږ د بوديجې د نشتون له امله ددغه ډول نندارتون د ترسره کېدو توان نلرم، مګر د خصوصي برخو د همکارۍ په لټه کې يو چې په راتلونکي کې به دغه ډول نندارتونونو ترسره کولو لپاره زمينه برابره کړو.

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار له نندارتون څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل چې ددغه ډول نندارتونونو دايرول د افغانستان په تاريخ کې بې سابقې دي. چې له دې لارې ټول ښاريان د افغانستان رسنيو له کوښښونو، لاسته راوړنو او کارکړنو سره لا ښه اشنا کېږي.

وقتی به هر طرف نمایشگاه سر می‌زدی غرفه‌های زیادی برای رسانه‌ها گذاشته شده و همه سرگرم بازدید و معرفی کارها و دست‌آوردهای خود بودند.

د افغانستان د راډيو عمومي ارشيف مدير دوست محمد امير چې غرفه يې ددغه نندارتون له شديدترينو غرفو څخه و، ماندګار ته وويل: د نن ورځې په نندارتون کې د افغانستان د راډيو معنوي لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کړي دي چې د کتونکو له ډېر استقبال سره مخ شو.

هغه زياته کړه: د افغانستان راډيو عمومي ارشيف له فرهنګي شتو څخه ډکه ده چې ددغه ډول نندارتونونو کې نوي نسل ته ددغه ميراث په انتقال کې مرسته کوي.

د سپوږمۍ راډيو مسؤل امين ولي وايي:« څرنګه چې ما هيله درلوده، ددغې نندارتون مسؤلينو هغسې استقبال ونکړ: يوازې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير دغه نندارتون افتتاح کړ مګر زما له غرفې څخه يې ليدنه ونکړه په داسې حال کې چې ما فکر کاوه ددغه وزارت مسؤلين زما له غرفې څخه ليدنه وکړي ځکه د رسنيو کار ددغه وزارت پورې اړه لري.

په دې حال کې د افغانستان خبريالانو مرکز رئيس احمد قريشي وويل که څه هم چې د رسنيو کار خلکو ته اشنا دی اما دغه ډول نندارتونونه ددې سبب کېږي څو د خپلو کارونو او برنامو د پيوند په واسطه نظر ورکړي او د رسنيو د کارونو د نوښتونو او غوره کېدو لپاره لټه وکړي.

دانش کړوخېل د پژواک خبري اژانس رئيس وويل: ددغه ډول نندارتونونو دايرول د رسنيو تر منځ همکارۍ زمينه برابروي او د رسنيو د بازار موندنې لپاره ګتوره تماميږي.

د پوليسو راډيو مسؤل اسلام الدين پاييز چې د داخله وزارت رسنيو محصولات يې نندارې ته وړاندې کړي و وويل: نن ورځ مې کوښښ کړی دی تر څو پوليس او د داخله وزارت کارکړنې خلکو ته وروپېژنم څو له دې اړخه ښاريان له پوليسو سره همکار شي. روزنامه ماندګار