د فرهنګ اژانس خبریال عطا الله رحیمي وسیع ځانمرګي برید له امله کابل کې ووژل شو.

د فرهنګ اژانس خبریال عطا الله رحیمي وسیع ځانمرګي برید له امله کابل کې ووژل شو.

۲۴ زمری ۱۳۹۷

کابل: د افغانستان خبریالانو مرکز د فرهنګ خبري اژانس خبریال عطا الله رحیمي په وژنه، چې تېره ورځ کابل کې شوي ځانمرګي برید کې ووژل شوو ژوره خواشیني څرګند وي او د دې ځوان خبریال نشتون د هیواد رسنیو لپاره یوه لویه ضایع ګڼي.

د فرهنګ خبري اژانس مسوول مدیرې فریبا مرتضوي د افغانستان خبریالانو مرکزته وویل، ښاغلي رحیمي د خپلې خور سره د کانکور اماده ګۍ ټولګي کې ګډون کړی و، چې دواړه په دې حمله کې قرباني شول.

هغې وویل عطاالله رحیمي ۱۸ عمر درلود چې له شاو خوا ۵ میاشتو راهیسې فرهنګ خبري اژانس سره د رسمي خبریال په توګه کار کاوه.

فرهنګ خبري اژانس په ۱۳۹۳ کال کې جوړ شوی. دا رسنۍ کلتوري او هنري پېښو ته پوښښ ورکوي.

په موعود ښوونیز مرکز د تیرې ورځې حمله کې، چې مسوولیت یې داعش تروریستې ډلې پر غاړه اخیستی دی، شاوخوا ۵۰ زده کوونکي ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د افغانستان خبریالانو مرکز اجرائیوي رئیس احمد قریشي په یو بیان کې وویل: « په یو غېري نظامي ښوونیز مرکز برید، له وحشت او جنګي جنایت پرته بل څه نه دی، موږ دغه جنایت په کلکو ټکو غندو او د قربانیانو او ټپیانو کورنیو په ځانګړې توګه فرهنګ خبري اژانس کې د خپل همکار کورنۍ سره غمشریکي ښکاره کوو.»

داپېښه په داسې وخت کې رامنځته کیږي، چې تېره ورځ پر غزني  ښار د وسله والو طالبانو حمله کې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون تخنیک برخې کار کوونکی داوود ووژل شوو او سربېره پره دې طالبانو د زیاتو رسنیو دفترونو ته زیان ورساوه او یا یې د هغوي وسایل له ځان سره یوړل.