د افغانستان په مطبوعاتو کې د کاريکاتور کمرنګه کيدل

د افغانستان په مطبوعاتو کې د کاريکاتور کمرنګه کيدل

۲۰ اسد ۱۳۹۴

کابل: په افغانستان کې ځينې کارتون جوړونکي وايي له زورواکو څخه د ويرې او په ټولنه کې د سواد ښکته کچې په دليل په سانسور اخته شوي دي.

کاريکاتور د هغه ژور تاثير په اساس چې په عامه ذهنونو باندې يې لري، په نړيوالو رسنيو کې خاص ځای لري مګر په افغانستان کې د چاپي مطبوعاتو په ګډون تر اوسه هيڅ او کم دي.

که څه هم په افغانستان کې تازه دقيق مطبوعات شتون نلري مګر اخيري موندنې چې په ۲۰۱۴کال کې نشر شوي دي دا دي چې د پنځه سوو په حدودو کې ورځپاڼې، اونيزې او نورې چاپي خپرونې په افغانستان کې فعاليت لري.

اما په دې هيواد کې د ورځپاڼو او مجلو په ګډون، تر اوسه د کاريکاتور رول ډېر کم او ناچيزه دی. ډېر کم يې کاريکاتور چاپوي، هغه هم په ټولنيزو موضوعاتو چې د چلوونکو لپاره يو سردردی دی.

زياتره کاريکاتور جوړونکي دا غوره ګڼي چې د خپلو کاريکاتورونو لپاره له وبلاګونو او ټولنيزو شبکو څخه هغه هم په مستعارو نومونو ګټه اخلي.

مسعود حسن‌زاده را که حدود ده سال در این رشته کار کرده، در غرب کابل در یک کافه هنری دیدم.

 مسعود حسن زاده چې تقريباً شاوخوا لس کاله يې په دې رشته کې کار کړی د کابل په جنوب کې مې په يوه هنري چای خان کې مې وليد.

هغه په دې باور دی چې تر اوسه هم دافغانستان ټولنه د وروسته پاتې کېدو او د او د سياسي او انتقادي کاريکاتورونو د نفوذ د درک وړتيا نلري، او په همدې دليل کاريکاتور جوړونکو ځان څنګ ته کړی دی.

cartoon 1

هغه وايي « هغه وخت چې اسامه بن لادن د القاعده رهبر په پاکستان کې ووژل شو، ځينو په افغانستان کې دهغه لپاره ماتم ونيو، هماغه وخت ما يوې ورځپاڼې ته کاريکاتور وکښه، د بن لادن کاريکاتور مې وويسته مګر د ورځپاڼې مسؤل مدير درې وارې زه مجبوره کړم چې کاريکاتور کې لاس وهنه وکړي په پايله کې مې دورځپاڼې د ساسيت مطابق کاريکاتوروويسته، نه د هغه انځور په اساس چې په ذهن کې مې د خلکو او بن لادن د شبکې په اړه درلود.

ښاغلی حسن زاده وايي په کومه رسنۍ کې مې چې کار کاوه، مسؤل مدير دې ته حاضر نشو چې د انتقادي او تيز لحن په دليل د هغه کاريکاتورونو په ګډون چې د ولسمشر او نور لوړ پوړه چارواکو لپاره تصوير شوي ونشر کړي.

کاريکاتور د انتقادي لحن او تاثير په اساس د ډېرو هيوادونو په مطبوعاتو کې ځانګړی ځای لري، مګر همدغې اغېزې په ځينو مواردو کې د رسنيو لپاره لوی سردردی جوړکړی دی.

 

cartoon 2

د افغانستان د مطبوعاتو دقانون په اساس هر شخص د فکر او بيان ازادي لري. غوښتنه، حصول، د معلوماتو انتقال او نظريات د دولتي مسؤلينو له مداخلې او محدوديت پر په دغه حق کې شامل دي.

په دې حال کې د قانون دوه ديرشمه ماده تاکيد کوي هغه مطالب چې د اسلام د اصولو مخالف او نورو دينونو او مذهبونو ته سپکاوی پکې شوی وي او د حرمت د له منځه تلو او افرادو ته د تهمت باندې تاکيد کوي ممنوع دي او سرغړونکي به يې د قضايي څېړنو لاندې ونيول شي.

عتيق الله شاهد، بل افغان کاريکاتور هم وايي چې څو ځله د سياسي کاريکاتورو په نشر په مرګ ګواښل شوی دی او تهديد لرونکي پېغامونه يې ترلاسه کړي دي.

ښاغلي شاهد له شپېتمې لمريزې لسې د کاريکاتور په برخه کې فعال و او لسګونه اثار يې د هغه وخت په ورځپاڼو او خپرونو کې نشر او چاپ شوي دي.

 

cartoon 3

هغه وايي « افغانستان اصلاه د کاريکاتور په برخه کې د نورو هيوادونو د مطبوعاتو په عرصه کې د مقايسې وړ ندی. دلته په سويس کې زه له شلو کارونو راهيسې همکار يم. کومې ستونزې چې د کاريکاتور په خپراوي کې يې د افغانستان له رسنيو سره لرم له غربي رسنيو سره يې نه لرم. زه مجبور يم چې د افغانستان د ورځپاڼو د مديرانو په غوښتنه کاريکاتور وباسم او په زياتو مواردو کې سانسور اختيار کړم.

هنر کاریکاتور پیش از پیدایش روزنامه‌نگاری و حتی اختراع صنعت چاپ در دنیا رواج داشته است.

د کاريکاتور هنر د ورځپاڼو او حتی د چاپ صنعت له اختراع دمخه په نړۍ کې رواج درلود. په افغانستان کې دکاريکاتور تاريخچه تقريباً سل کاله په بر کې نيسي. سراج الاخبار لومړنۍ ورځپاڼه وه چې کاريکاتور يې خپور کړ.

هنرمندان په سياسي مسائلو کې د سياستمدارانو له واقعي څېرو څخه کاريکاتور جوړوي. زياتره کاريکاتورونه د کتونکو د خندولو لپاره ترسره کېږي، اما ځينې له هغوی څخه سياسي مضوعات چې په لومړيو کې خنده لرونکي ډول په نظر کې راځي، مګر ژوره او اغېز لرونکي معنی لري. وحيد پيکان بي بي سي.