تاوتريخوالی او تبعيض د افغانستان په رسنيو کې د ښځو د فعاليت دکموالي لامل دی

  تاوتريخوالی او تبعيض د افغانستان په رسنيو کې د ښځو د فعاليت دکموالي لامل دی

۲۹ اسد ۱۳۹۴

کابل: د ښځو د حقوقو يو مرکز دخپلو څېړنو په اساس ويلي دي چې د هيواد په رسنيو کې د ښځو فعاليت کم شوی دی.

دغه څېړنه د تساوي مؤسسې د مصاحبې په اساس د ۱۶۰ښځينه خبريالانو او د رسنيو له ۱۵نفرو مسؤلينو سره د کابل په ښار او مزار شريف کې د افغانستان په شمال کې جوړ شوی دی.

کابل او مزار شريف له هغه ښارونو څخه دي چې په هغوی کې د ښځينه خبريالانو تعداد نسبتاً زیات دی.

د تساوي مؤسسې مسؤله معصومه محمدي وويل چې امريکا، د اينترنيوز مؤسسې او د اغا خان بنياد ددغه څېړنې په سرته رسولو کې همکاري کړې ده.

ميرمن محمدي وايي:  «د ميرمنو په اړه د تاوتريخوالي او تبعيض زياتوالی، د ميرمنو له اصلي ستونزو څخه دي. د خبريالو ميرمنو په وړاندې د تاوتريخوالي ميزان د کابل ښار په نسبت دمزار شريف په ښار کې زيات دی.»

هغه وويل چې ددغه تاوتريخوالي اصلي عامل په لومړي قدم کې په کابل ښار کې دولتي مسؤلين دامنيتي ځواکونو په ګډو او په دويم قدم کې عادي وګړي دي. په داسې حال کې چې د مزار شريف په ښار کې خلک، کورنۍ د هغوی په وړاندې د تاوتريخوالي په کړنو کې زيات رول لري.

د ميرمنو دحقوقو دغې فعالې وويل د ښځينه خبريالانو پر وړاندې د تبعيض شتون په رسنيو کې د ميرمنو د فعاليتونو عمده خنډ نه ګڼل کېږي مګر په کلي ډول باندې د نورو ستونزو تر څنګ يوه ستونزه يې ګڼلی شو.

ميرمن محمدي وايي چې تقريباً ټول مصاحبه کوونکي په رسنيو کې د جنسيتي تبعيض د رفع کولو لپاره د دولت د مداخلې غوښتونکي دي. ولې په دې اند دي چې د دولت له لوري هيڅ ډول ملاتړ نه وي شوی نشي کولی له دولت څخه کوم انتظار ولري.

د هغه په وينا په سلو کې نژدې ۸۷مصاحبه کوونکو ويلي دي چې د ښځينه خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ته د رسيدګۍ لپاره هيڅ ډول مشخصه مرجع شتون نلري.

ددغه راپور له نورو موندنو څخه دا ده چې ښځينه فعالان په رسنيو کې کم حقوق لري او په سلو کې ۷۰نورو ويلي دي چې د هغوی حقوق اصلاً کافي ندی.

همدارنګه ښځينه خبريالانې په هغه ورځو کې چې په مربوطه رسنيو کې کار کوي، د اضافه کارۍ حقوق نه ترلاسه کوي.

اطلاعاتو ته لاسرسی بله هغه ستونزه ده چې په دې راپور کې ورته اشاره شوې ده، د راپور ليکونکي وايي زياتره دولتي مسؤلين ښځينه ميرمنو ته د اطلاعاتو ورکولو څخه ډډه کوي.

په سلو کې ۴۰زياتو مصاحبه کوونکو ويلي دي چې دولتي مسؤلين د هغه مامورانو په ګډون چې په مطبوعاتي دفترونو کې کار کوي، نه حاضريږي چې ښځينه خبريالانو ته مشخص اطلاعات ورکړي.

راپور زياتوي چې د مسجدونو ملايان ښځينه خبريالانو ته د هغوی د ښځينه توب په اساس مصاحبې ته نه حاضريږي.

ميرمن محمدي وويل چې زياتره مصاحبه کوونکې خپل کاري راتلونکي ته اندېښمن دي. هغه کسان چې اوس اوس يې په خبريالۍ شروع کړې ده، اوريدلي دي چې بايد دغه کار ترسره نکړي.

په دې حال کې د راپور ليکونکو توضيح ورکړې ده چې په کلي ډول په سلو کې څو فيصده د رسنيو فعالان ميرمنې دي. بي بي سي.