کابل کې ځان وژونکې حمله کې دوه خبریالان ووژل شو.

کابل کې ځان وژونکې حمله کې دوه خبریالان ووژل شو.

۱۴ وږی ۱۳۹۷

کابل ـــ د طلوع تلویزیون ریپورټر صمیم فرامرز او انځور اخیستونکی رامز احمدي کابل کې په خونړۍ حمله کې ووژل شوو او لږ تر لږه څلور خبریالانو ټپیان شول.

د کابل دشت برجي سیمه کې نن ماښام شاوخوا ۷ بجې یو ځان وژونکي بریدګر ورزشي کلب په نښه کړ.

له دې پېښې وروسته خبریالان د خبري پوخښ لپاره سیمي ته ورځي چې خپله خبریالان د بل ځان وژونکي بریدګر له لخوا په نښه کیږي.

د طلوع تلویزیون مسوول لطیف الله نجفي زاده د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي، چې د دې رسنۍ راپورټر صمیم فرامرز او انځور اخیستونکی رامز احمدي د چاودنې له ځای څخه د خبري پوښښ پرمهال په دوهمه چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خورشید تلویزیون اجرائیه رئیس محمدرفیع صدیقي وویل خالدنېکزاد، حسین راستي منش ریپورټران او د دې رسنۍ انځور اخیستونکی سیر په زکر شوې پېښه کې ټپيان شوي دي. هغه وایي د درې واړه خبریالانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.

همدارنګه یک تلویزیون ویلي چې د دوی خبریال امان فرهنګ هم پدې پېښه کې ټپي شوی دی.

د کابل پولیس وایي دې دواړو پېښو کې کم ترکمه ۲۰ تنه وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.

تراوسه هیڅ کومې ډلې د دې حملو مسوولیت نه دی منلی.

دافغانستان خبریالانو مرکز دا دوه حملې چې له امله یې ملکیان په ځانګړې توګه ژونالیستان په نښه شول د انساني ضد او تروریستي کړنې په توګه په کلکو ټکو غندي، قربانیانو ته د بخښنې او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا دوعا کوي.

دا څلورمه تروریستي حمله ده چې روان کال خبریالان په نښه کوي چې په پایله کې یې خبریالان وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

د غوایي میاشتې په ۱۰ نېټه شش درک سیمه کې د یو ځانمرګي برید خبري پوښښ لپاره زیات خبریالان ورغلي وو، چې د یوبل ځان وژونکي بریدګر لخوا په نښه شول.

دې تروریستي حمله کې ۹ خبریالانو ژوند له لاسه ورکړ او شاوخوا ۸ نور ټپیان شول.

یو ساعت وروسته خوست ولایت کې یو بل محلي خبریال د وسله والو کسانو لخوا په نښه او ووژل شوو.

روان کال افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله ۱۳ خبریالان او د رسنیو یو کار کوونکی وژل شوي دي.