يوې ورځپاڼې ته د معلوماتو نه ورکولو په تړاو دوه دولتي چارواکي څارندوالۍ ته وروپېژندل شول.

يوې ورځپاڼې ته د معلوماتو نه ورکولو په تړاو دوه دولتي چارواکي څارندوالۍ ته وروپېژندل شول.

کابل، ۲۳ وري ۱۳۹۷

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون نظارت کمېسيون وايي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير او د هغه د دفتر رئيس يوې ورځپاڼې ته د معلوماتو نه ورکولو په تړاو څارندوالۍ ته ورپېژندلي دي.

دې کمېسيون په يوې خبرپاڼې کې ويلي چې دا پرېکړه د کمېسيون د غړو په درې ورځنۍ ناسته کې شوې ده.

ويل شوې چې  (زمونږ افغانستان ورځپاڼې) د مخابراتو وزارت له خوا د ۱۰ سلنه مخابراتي ماليې د راټولولو د څرنګوالي په اړه د معلوماتو د نه ورکولو څخه اطلاعاتو ته د لاسرسي نظارت کمېسيون ته شکايت کړی و.

په خبرپاڼه کې څرګنده شوې چې اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار کمېسيون د ۱۳۹۶ کال د کب په ۲۹ په يو رسمي ليک کې له مخابراتو وزارت غوښتي و چې اړوند معلومات د يادې ورځپاڼې په واک کې ورکړي؛ مګر دې وزارت هغې ته بې پروايي کړې ده او تر دې چې د کمېسيون رسمي ليک ته يې ځواب هم نه دی ورکړی.

د پيک څېړنيزې خبريالۍ مرکز وايي چې دا راپور د دې بنسټ له خوا جوړ او په زمونږ افغانستان ورځپاڼه کې خپور شوی دی.

اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار کمېسيون ياده کړې چې د اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ۲۶ مې مادې پر بنسټ؛ غوښتونکې ته د معلوماتو له ورکولو ډډه کول؛ پرته د دلايلو له وړاندې کولو او د کمېسيون د پرېکړو او طرزالعملونو نه رعايت کول؛ د قانون له حکمونو سرغړونه ګڼل کېږي.

ويل شوي چې د يادو دلايلو پر بنسټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير او د هغه د دفتر رئيس څارندوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

تر اوسه د مخابراتو وزير شهزاد ګل آريوبي او د هغه د دفتر رئيس دې موضوع ته غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د دولتي بنسټونو او چارواکو له خوا د سمو او پر وخت معلوماتو ورکړه د ښې حکومتولۍ نښه ګڼي او د معلوماتو له ورکولو ډډه کول او يا په دې برخه کې د محدوديتونو رامنځته کول غندي او د قانوني څېړنې وړ يې ګڼي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز له ټولو چارواکو او دولتي او خدماتي مسئولينو غواړي چې د ښاريانو او رسنيو معلوماتو ته د لاسرسي حق چې د هېواد په قوانينو او په ځانګړي ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون کې په رسميت پېژندل شوی؛ مراعت کړي او په ځواب ورکونې د ځواب ورکولو او کاري روڼتيا رامنځته کولو کې خپل رول ادا کړي.