د «راه ماندګار» ورځپاڼې په فعالیت پېل وکړ

د راه ماندگار ورځپاڼې د متیاز څښتن او مسؤل مدیر نظري پریاني

۱۳۹۹ دلو ۱۲ مه

کابل- د « راه ماندگار» په نوم یوې ورځپاڼې کابل کې د یو لړ مراسیمو په ترڅ کې تازه په فعالیت پېل کړ.

د راه ماندگار ورځپاڼې د متیاز څښتن او مسؤل مدیر نظري پریاني د دې رسنۍ د فعالیت پېل مراسیمو کې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت دغونډو په تالار کې جوړه شوې وه وویل:« موږ په داسې وخت فعالیت پېلو چې حکومت په افغانستان کې د ازادو رسنیو د فعالیت برخه کې هیڅ د مسؤلیت احساس نه کوي او په ځنیو مواردو کې د خبریالانو پر وړاندې خنډونه جوړ وي.»

هغې په ورته وخت کې په چاپي رسنیو وضعه شوې مالیې باندې نیوکه وکړه او زیاته یې کړه:« هغه څه چې په افغان ورځپاڼو باندې د مالیې په توګه پلې کېږي، د رسنیو قانون خلاف دي، قانون کې په چاپي رسنیو د مالیې په نوم څه نشته او باید چې دې مسلې ته پاملرنه وشي.»

د "راه ماندګار" مسوول مدیر له حکومته وغوښتل، د چاپي رسنیو مالي ملاتړ وکړي چې پر ځان بسیا شي او خپل فعالیت په منظم ډول پر مخ یوسي. پریاني همدارنګه خبریالانو باندې بریدونو او د هغوی ګواښولو پېښو ډیرېدو ته په اشارې سره د هیواد رسنیو ټولنې امنتي اندېښنو ته د حکومت د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.»

هغه چې مخکې د « ماندگار» ورځپاڼې مسؤلیت لره. د دې ورځپاڼې د امتیاز څښتن چې احمد ولي مسعود و، شاوخوا یو کال مخکې د کرونا وبا خپرېدو سره سم د ۱۱ کلن فعالیت وروسته بنده شوه. پرياني يادونه وکړه چې نوې ورځپاڼه به له متفاوت او خپلواک ليد سره، په رسنيز ډګر کې کار پيل کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست طاهر زهیر وویل:« موږ د هیواد رسنیو ترڅنګ ولاړ یو او د طلاعاتو او کلتور وزارت سیاست په کلتوري پراختیا تاکید کوي، د کلتوري پرمختګ پرته موږ نه شو کولای پرختګ ترلاسه کړو.»

هغه زیاته کړه:« په اوسنۍ فضا کې رسنۍ یو نعمت دی او دا د کلتوري فضا د برکت له امله دی چې د تیرو ۲۰ کلونو په موده کې رامنځته شوې دی. د دې اصل ریښه په اساسي قانون کې ده او موږ په عمل کې هم غواړو چې یوه غوره پرانیستې فضا چمتو کړو.»

معلوماتو ته د لاسرسي کمېسیون رئیس عین الدین بهادري وویل:« موږ په داسې شرایطو کې یو چې یو شمېر خلک فکر کوي چې له افغانستان وتل د حل یوه لاره ده او د راه ماندګار ورځپاڼه په همداسې شرایطو کې د خپلو کار کوونکو پرمټ د بیان ازادۍ برخه کې د یو فوق العاده امیدو ورکونکي ګام په توګه د عمل ډګر ته راځي، چې ډیرې دا کاري او اخلاقي جرئت نه لري.»

هغه د بیان ازادۍ باندې په ټینګار سره زیاته کړه:« د بیان ازادۍ پرته ولسواکي او جمهوریت مانا نه لري. د بیان ازادي د ټولو ازادیو بنسټ ګڼل کېږي او د بیان ازادۍ پرته نه شئ کولای رڼې ټاکنې ولرئ، په سیاسي، ټولنیزو او کلتوري حوزو کې هم نه شئ کولای فعالیت ترسره کړئ.»

د افغانستان دخبریالانو مرکز اجرایي رئیس احمد قریشي د راه ماندګار ورځپاڼې د فعالیت پیلولو په اړه د خوښۍ په څرګندولو وویل؛ "د خپلواکو او ازادو مسلکي رسنیو فعالیت د یوې خلاصې او مخ پر ودې ټولنې لپاره لویه اړتیا ده چې کولای شي له ښې، ځواب ورکوونکې او حساب ورکوونکې حکومتولۍ سره مرسته وکړي."

ده وویل، تمه کېږي چې د "راه ماندګار" مدیریت له تېرې کاري تجربې څخه په ګټه اخیستنه او نوي او با انګېزې نسل ته د فرصت ورکولو په وسیله په هېواد کې د خپلواکې او مسلکي ورځپاڼې لیکنې له بنسټیز کولو سره مرسته وکړي.