د خورشید راډیو ټلویزیون د کار کوونکو پر موټر د ترسره شوې چاودنې غندنه کوو

د خورشید راډیو ټلویزیون د کار کوونکو پر موټر د ترسره شوې چاودنې غندنه کوو

۱۳۹۸ د زمري ۱۳ مه

کابل: د افغانستان خبریالانو مرکز کابل ښار کې د خورشید راډیو ټلویزیون کار کوونکو د لېږد پر میني بس موټر باندې ترسره شوې چاودنه چې له امله یې یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته په کلکو ټکو غندي.

 

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې دا چاودنه نن ښام ۵:۳۰ بجې او ۳۰ دقیقې د کابل ښار د تایمني پر پینځم سرک رامنځته شوې ده.

د هغې په وینا، په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي چې د پلو کسانو  ترڅنګ پکې د خورشید کار کوونکي هم شامل دي.

په ورته وخت کې د خور شید راډیو ټلویزیون مسوول مدیر محمد رفیع صدیقي د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې یاد شوی میني بس دې رسنۍ پورې اړه لري چې له کاري ورځې وروسته یې کار کوونکي کورته لېږدول.

د هغه په وینا په دې پېښه کې د دې رسنۍ د راډیو یي خپرونو چمتو کوونکی اسدالله اخلاص او د دې میني بس چلوونکی بریالی زخت ټپیان شوي دي.

صدیقي څرګنده کړه چې ټپیان د کابل " ایمرجنسی" روغتون ته وړل شوي او تر درملنې لاندې دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

تیره میاشت وسله والو طالبانو اعلان وکړ که له دې وروسته کومې رسنۍ هغه اعلانونه چې د دې ډلې پرضد وي خپاره کړل د دوښمن په سترګه ورته ګوري او حملې به پرې وکړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د خورشید راډیو ټلویزیون د کار کونکو لېږد موټر په نښه کول په کلکو ټکو غندي او له امنېتي بنسټونو غوښتنه کوي چې هغه په جدي توګه وپلټي او له ښکېلو کسانو څخه قانوني څېړنې وکړي.

د خبریالانو د ملاتړ دا بنسټ په دې باور دی چې خبریالان او رسنۍ تل غیري نظامې موخې وې او باید هغوی خوندي وي تر څو د هیواد د قوانینو له مخې خپل کار په مسلکي توګه پر مخ یوسي.