د کابل په ځان وژونکي برید کې خبریالان هم ټپیان شول

د کابل په ځان وژونکي برید کې خبریالان هم ټپیان شول

۱۴ وږي ۱۳۹۸

کابل: لږ تر شپږ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي د کابل په هغه ځان وژونکي برید کې هم ټپیان شول چې یو شمېر نورو خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

 

دغه برید نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د یو ځانمرګي بریدګر له خوا چې په ټونس ډوله موټر کې ناست و، شش درک ته په داخلیدونکې دروزاه کې، چې هلته د ملي امنیت ریاست، د ناټو قومنداني او یوشمېر سفارتونه پراته دي شو.

کورنیو چارو وزارت وایي په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه چې زیاتره یې ولسي خلک دي وژل شوي او له ۴۰ ډیر نو ټپیان شوي دي.

طالبانو د دې حملې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د اطلاعاتو او کلتوروزارت د خپرونو معین سید آقا حسین سانچاري کي د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل چې د دې پېښې له امله د دولتي ورځپاڼو ریاست په ودانۍ کې د انیس ورځپاڼې د مسوول په ګډون پینځه تنه خبریالان ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا دا خبریالان د کړکۍ د ښیښو ماتېدو له امله برسېرن ټپیان شوي دي.

سربېره پر دې د غیري دولتي ورځپاڼې راه مدنیت مسوول مدیر صید اصغر اشراق په یوه خبر پاڼه کې ویلي دي چې د دې برید له امله د دې ورځپاڼې انځور ګر امان صداقت چې له سیمې څخه تېرېده، ټپي شوی دی.

د ښاغلي اشراق په وینا، صداقت روغتون ته وړل شوی دی او روغتیایي  وضعیت یې مخ په ښه کېدو دی.

د طالبانو خونړي بریدونه امریکایانو سره د دې ډلې د سولې خبرو سره په یو وخت د هیواد په بېلابېلو سیمو کې زیات شوي دي.

افغانستان د خبریالۍ کار لپاره د نړۍ د خطرناکو هیوادونو څخه ګڼل کیږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د شمېرو له مخې، له ۱۳۸۱ لمریز کال څخه تر دې دمه د هیواد په مختلیفو سیمو کې ۱۱۰ خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.