د کابل پولیسو په یوې ښځینه خبریالې د برید او ګواښ په تور دوه تنه ونیول

 ۲۸ لیندۍ ۱۳۹۹

کابل- د کابل پولیسو د سبا تلویزیون د سیاسي خپرونو پرمخ وړونکې فرحناغني زاده باندې د برید او د ګواښ په تور دوه تنه نیولي دي.اغلې غني زاده ویلي دا پېښه دوه ورځې مخکې هغه وخت چې غوښتل یې کار ته لاړه شي، شوې ده.

فرحناغني زاده د افغانستان دخبریالانو مرکز ته ویلي:« تیره ورځ، کله چې زه د پنځمې حوزې په قلعه وزیر سیمه کې له خپل کور څخه کار ته روانه وم،  یو کرولا موټر ودرېد او یوتن له مټ ونیولم؛ مګر بل کس وویل چې ډزې وکړه.»

هغې زیاته کړه:« ما مقاومت وکړ او دې شخص څومتره په سرک باندې کش کړم، د سړک پرغاړې ویالې ته یې واچولم، لاسي بکس مې چې په کې موبایل، یوه اندازه پیسې، بانکي کارتونه او د پېژندنې کارتونه پکې وو له ځان سره یوړ.»

د سبا تلویزیون د خپرونو دا چلوونکې وایي، په دې پېښه کې په لاس او پښه سرسري ټپي شوې ده. غني زاده زیاته کړه چې هغې څول شیبې وروسته پولیسو ته خبر ورکړ او تورن کسان ونیول شو.

هغې ادعا وکړه چې له دوه ورځو راهیسې د دوه کسانو له لورې چې نظامي لباس یې پر تن و څارل کېده؛ مګر کومو کسانو چې په هغې باندې برید کړی بدل وو.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز نیول شوي کسان غله بولي او ویلي یې دي چې هغوی په خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د دې پېښې د رامنځته کېدو له امله د اندېښنې په شریکولوسره، د تورنو کسانو پرضد د کابل پولیسو د بېړني اقدام څخه هرکلی کوي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز رئیس احمد قریشي وویل:« د ګواښونو پیچلي کېدو او په هیواد کې په خبریالانو باندې وروستیو وژونکو بریدونو ته په کتو، د هرې کچې د رسنیو کار کوونکو پرضد هرډول اقدام، چې د هرشخص او یا ډلې له لورې وي، په جدي توګه اندېښمنونکې دی.»

هغې زیاته کړه:« موږ له امنیتي ځواکونو غواړو چې د خبریالانو د امنیت خوندیتوب او هغوی سره د تاوتریخوالي او ګواښ مسله دې جدي ونیسي او عدلي او قضایي بنسټونه دې دا ډول قضیو ته په رسېدنې له سزا د معافیت کلتور ته نه ووایي او عدالت دې پلې کړي.»

د شاوخوا یوې میاشتې په اوږدو کې پنځه خبریالان او د رسنیو کار کوونکي او یو پخوانی خبریال په هیواد کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د طلوع نیوز پخوانی خبریال او د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د هغوی موټر پسې د نښلول شوي ماین  چاودنې له امله په کابل او لښکرګاه کې ووژل شوو. یوه اوونۍ مخکې د انعکاس تلویزیون ویانده ملاله میونده او موټر چلوونکی یې او یوه وروځ وروسته د اریانا نیوز د خبرونو ویاند فردین امیني په مرموز ډول په کابل کې ووژل شو.