درې افغان ورزشي خبريالان د ۲۰۱۸کال د اسيآ اواقيانوسيه د ۱۰غوره خبريالانو په ډله کې راغلل

درې افغان ورزشي خبريالان د ۲۰۱۸کال د اسيآ اواقيانوسيه د ۱۰غوره خبريالانو په ډله کې راغلل

کابل، ۲۱ دلو ۱۳۹۷

د افغانستان درې ورزشي خبريالان د ورزشي خبريالانو له نړيوال فدراسيون څخه د اسيا او اقيانوسيه په حوزه کې دلس غوره خبريالانو په کتار کې وشمېر شول او ستاينليکونه ورکړل شول.

فيروز مشعوف د فرياد تلويزون ورزشي خبريال له هرات څخه، صابر پيرزاد د طلوع تلويزون پخوانی ورزشي خبريال چې درې واړه تلويزونونه د افغانستان ورزشي اجرايي فدراسيون غړي دي، په وروستيو کې يې په يو نړيواله سيالۍ کې ګډون کړی و.

مشعوف د افغانستان خبريالانو مرکز ته وويل چې هغه د افغانستان له دوه نورو خبريالانو سره، په وروستيو کې د ورزشي سيالۍ کې چې د نړۍ د ۱۱۹ ورزشي خبريالانو تر منځ ترسره شوې وې، شرکت کړی و چې ويې کولی شول چې د ۱۰غوره خبريالانو کې د اسيا او اقيانوسيه په حوزه کې وشمېرل شول.

د ورزشي خبريالانو نړيوال فدراسيون رئيس جياني ميرلو په ۱۰غوره خبريالانو کې  ددغو درې افغان خبريالانو راتللو په اړه مبارکي ورکړې ده.

د افغانستان خبريالانو مرکز دغو درې خبريالانو ته ددغې لاسته راوړنې مبارکي ويلې او په ورزشي برخه کې يې ددوی کوښښونه او هڅې د قدر وړ ګڼلي دي.