د رشاد زریر وژلو هڅې غندنه کوو

 د رشاد زریر وژلو هڅې غندنه کوو

۲۱ چنګاښ ۱۳۹۷

کابل: د افغانستان خبریالانو مرکز د نور تلویزیون د سیاسي خپرونو په وړاندې کوونکي رشاد زریر باندې، د وسله والو کسانو حملې غندنه کوي چې له امله یې ښاغلی زریر ټپي شو دی د ژورې اندېښنې وړ بولي او هغه په سختو ټکو غندي.

رشاد زیرویلي تېره شپه شاوخوا ۸:۳۰ له کار ځایه کورته روان وو، چې دوغ اباد سیمه کې کور سره نیږدې کوڅه کې د نامعلومه وسله والو لخوا د برید لاندې راغلی.

دا خبریال چې مرمۍ يې پرخپه لګیدلې روغتون کې تر درمنلې وروسته رخصت شوی، چې اوس یې روغتیایي حالت ښه دی.

د هغه په وینا نا معلومه وسله وال له برید وروسته د پېښې ځای څخه وتښتېدل.

د افغانستان خبریالانو مرکز د رشاد زریر وژنې هڅه په کلکه غندي او د دې حملې ترسره کیدو له امله د خپلې اندېښې په څرګندولو سره د هیواد له امنیتي بنسټونو غوښتنه کوي، د قضیې جدي پلټنه وکړي او عاملین دې د قانوني پلټنو لاندې ونیسي.