د مسعود حسيني د وژنې هڅه غندو

د مسعود حسيني د وژنې هڅه غندو

کابل ۹ وري ۱۳۹۷

کابل: د افغانستان د خبريالانو مرکز د وسله والو کسانو له خوا په کابل کې د اسوشيټېد پرېس آژانس انځور اخېستونکي مسعود حسيني د وژلو هڅې د سختې اندېښنې وړ بولي او غندنه يې کوي.

مسعود حسيني وايي چې تېره شپه شاوخوا ۷ بجې په خپل موټر کې د کابل ښار مرکز دويمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې روان و، چې د وسله والو بريد ګرو له خوا تر بريد لاندې ونيول شو.

د هغه په وينا؛ موټر يې درې مرمۍ لګېدلی؛ خو له نېکه مرغه ده ته زيان نه دی رسېدلی.

د کورنيو چارو وزارت ويلي چې  چې له پېښې څو شېبې وروسته سيمې ته د پوليسو ځواکونه تللي او په دې برخه کې څېړنې روانې دي. تر اوسه څرګنده نه ده چې د بريدګرو انګېزه څه وه.

 

masoud 3

مسعود حسيني د افغانستان يو له مطرحو انځور اخېستونکو دی او تر اوسه يې څو نړيوالې جايزې هم اخېستي دي.

هغه د لومړي افغان خبريال په توګه وکولی شو چې په ۱۳۹۱ کال کې پوليټزر بااعتباره جايزه لاسته راوړي.

د افغانستان خبريالانو مرکز د دې خبريال د وژنې هڅه په کلکه غندي او د دې پېښې د رامنځته کېدو په تړاو د ژورې اندېښنې د څرګندولو تر څنګ؛ د هېواد له امنيتي ارګانونو غواړي دا قضيه په جدي توګه وڅېړي او او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري.