د خبریالانو ملاتړ صندوق له جوړیدو وروسته پرانیستل شو.

د خبریالانو ملاتړ صندوق له جوړیدو وروسته پرانیستل شو.

۲۴ تله ۱۳۹۷

کابل: د خبریالانو ملاتړ صندوق له جوړېدنې وروسته نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ولسمشر له لوري په ارګ کې پرانیستل شو.

دې مراسمو کې رسنیزو ادارو، فدراسونونو، ژورنالیستانو او رسنیو( له رسنیو او خبریالانو د ملاتړ ۱۵ ادارې جوړې شوي.) دولتي چارواکو او د خصوصي برخې استازو په شتون کې جوړ شوی، ولسمشر محمد اشرف غني ژمنه وکړه چې خپله دی او افغان حکومت به  له دې صندوق سره مرسته وکړي.

 

ولسمشر وویل چې دی له خپلې شخصې شتمنۍ ۵ میلونه او ماليې وزارت لس مليونه افغانۍ چې ټول شاوخوا ۲۰۰ زره ډالر کیږي له دې صندوق سره مرسته کوي.

محمد اشرف غني ټینګار وکړ چې افغان حکومت د دې توان لري چې د رسنیو د قربانیانو، خبریالانو او کورنیو سره مرسته وکړي چې د دوی اساسي اړتیاوو پوره کولو لپاره بهرنۍ مرستې ته اړتیا ونه لري.

هغه زیاته کړه تمه کیږي چې د بسپنې صندوق زیاته پاملرنه د شهیدانو کورنۍ ته وي، د رسنیو د شهیدانو ډیرې کورنۍ په ډیر بد مالي حالت کې دي او دا د هغوي لپاره ښکاره پیغام دی چې د دوی شهیدان به له یاده نه وځي.

جګړه ییزو پېښو او تروریستي حملو کې له ټپي شوو خبریالانو سره مرسته د صندوق له مدیر څخه د ولسمشرغني بله غوښتنه وه.

ولسمشرمحمد اشرف غني له خصوصي سکتور هم غوښتنه وکړه چې له صندوق سره مرسته وکړي، چې د خبریالانو او رسنیوقربانیانو اړتیاؤ ته رسیدنه وشي.

د حکومت مشر په ورته وخت کې روښانه کړه؛ دی ژمن دی د صندوق د بوديجې غښتلي کولو لپاره له نړیوالو ادارو سره خبرې وکړي.

ولسمشر د خبریالانو په بیمه کونې باندې ټينګار سره زیاته کړه، چې د رسنیو خاوندانو د کار قانون نه دی عملي کړی او نه یې د خبریالانو حقونو ته رسیدنه کړی او اوس د دې وخت رارسیدلی چې دخبریالانو د  حقونو په ځانګړې توګه د دوی بیمه کونې ته ځانګړې پاملرنه وشي.

ولسمشر دې غونډه کې ژمنه وکړه چې دی به د بسپنې دې صندوق سره د مرستې دوام وڅیړي.

له خبریالانو د ملاتړ صندوق د رسنیو او خبریالانو د فدراسیون او ادارو له لوري جوړ شوی دی او د نوې اساسنامې له مخې به فعالیت کوي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د رسنیو او خبریالانو د فدراسیون د یوغړي په توګه د صندوق له جوړونې هرکلی کوي، او له حکومت غواړي،  چې د صندوق غښتلي کولو او د اړمنو خبریالانو او د رسنیو د قربانیانو کورنۍ سره د دوامداره مرستې لپاره ځانګړی میکانیزم جوړ او د هغې له مخې عمل وکړي.

په ورته وخت کې دا مرکز له ملي سوداګرو او نړیوالو ادارو څخه غواړي د افغان خبریالانو ملاتړ صندوق کې برخه واخلي.

په ۱۳۸۱ کال کې د طالبانو نظام پرځیدو وروسته تر دې دمه ۱۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بیلابیلو پیښو په ځانګړې توګه جګړو او تروریستي حملو کې وژل شوي، چې ۸۰ سلنه یې افغانان وو.

د کار قانون نه عملي کیدل او د ډیری رسنیو له لوري خبریالانو ته روغتيایي بیمې نه ورکول د هغه لویو ستونزو څخه ګڼل کیږي، چې په موجوده وخت کې افغان خبریالان ورسره مخ دي.

د افغانستان خبریالانو مرکز موندنو په اساس ډیر شمیر خبریالان چې له روغتیایي ستونزو کړیږي، لږ معاش او د رسنیو خاوندانو لخوا د روغتایي بیمې برخې ته نه پاملرنه لامله، د خپل ځان درملنې توان نلري او حتی په ورستیو کلونو کې د ناوخته درملنې له امله مړه شوي دي.

د رسنیو قربانیانو د کورنيو ناوړه مالي حالت بله ستونزه ده چې تر اوسه لازمه پاملرنه ورته نه ده شوې.

د خبریالانو د ملاتړصندوق نوې اساس نامې له مخې، په هغه وخت کې چې خبریالان ناروغیو سره مخ او یا ټپیان شي او همدار نګه د رسنیو قربانیان او یا نادرکه کیدو په وخت کې له دوی سره مرسته وکړي.