فدراسیون: له خبریالانو د ملاتړ صندوق له کارماتیدنې او غیری اصولي کړنو سره مخ دی

 ۲۷ جوزا ۱۳۹۸

کابل: د رسنیو او خبریالانو بنسټونو یو شمېر غړیو نن په کابل کې چې له خبریالانو د ملاتړ صندوق غړیتوب لري، نن ورځ په کابل کې په یوه خبري ناسته کې په صندوق کې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې.

په دې ناسته کې د ګډون کوونکو په وینا له هغه وخته چې د صندوق په مدیریت کې د فدراسیون د غړیو حضور، نوی طرزالعمل، مالي او اداري پالیسي او مستحقو خبریالانو ته د مرستې سیستم رامنځته شوی دی، له ٥٠ زیاتو خبریالانو سره چې زخمي شوي دي یا په خطرناکه ناروغۍ اخته شوي دي مرسته شوې، په داسې حال کې چې د هغوی په وینا په څلورو يا پنځو کالونو کې له دې څخه فقط له پنځه یا شپږو تنو سره مرسته شوې چې د هغې په اړه هم پوره اسناد شتون نلري.

د خبریالانو او رسنیو د بسنټونو فدراسیون غړي وايي چې په دې صنذوق کې د فدراسیون حضور ددې سبب شوی دی چې د حکومت اعتماد جلب کړي او ولسمشر محمد اشرف غني هم له خپلې شخصي بودیجې ورسره مرسته وکړي او وزارت ماليې ته يې امر کړی چې له صندوق سره مرسته وکړي.

فدراسیون تاکید کړی دی چې د صندوق یو شمېر غړي( له فدراسیون نه خارج غړي) د صندوق د رئیس په ګډون، محمد اصف وردګ، د صندوق د پالیسي خلاف او همدارنګه د رهبري هیئت د دې فیصلې خلاف عمل کوي.

هغوی وايي چې د بېلګې په ډول صندوق د ښاغلي وردګ په کور کې دی ددې باوجود چې بیا بیا غو ښتنه شوې يو دفتر رامنځته شي چې د مرستې رسونې یو مشخصه نښه یا ادرس پيدا شي، همدارنګه د صندوق فعالیتونه اسانه شي، مګر تراوسه دې غوښتنې ته ځواب ندی ورکړل شوی.

ددې خبري ناستې په اوږدو کې د فدراسیون غړیو د هغه شکایتونو په اړه چې یو شمېر مستحقو خبریالانو ته پر وخت د مرستې رسونې په اړه درلودې ځوابونه ورکړل.

په خبري ناسته کې د یو خبریال جاوید کارګر چې په یوه تروریستي پېښه کې زخمي شوی و په اړه وويل شول چې له کوچني اختر وروسته (تېرې هفتې ) را په دیخوا يې څو وارې کوښښ کړی چې له نوموړي سره د مرستې په پار د صندوق د رهبري هیئت ناسته دایره شي مګر تر اوسه دې کار صورت ونه نیو او بالاخره تیره هفته د پنجشنبې په ورځ د اصف وردګ په مخالفت سربېره تصمیم ونیول شو چې د جاوید کارګر په شمول له ٩ تنو مستحقو خبریالانو سره مرسته وشي، د فدراسیون د غړیو ددې تصمیم سربېره تر اوسه دغه کار ندی عملي شوی او مستحقو خبریالانو ته د مرستې په لړ کې ناغیړي کېږي. که څه هم د فدراسیون نورو غړیو ټلیفوني تماسونه ونیول خو وردګ جواب ورکولو ته حاضر نشو.

د صندوق غړیو چې په دې خبري ناسته کې يې ګډون درلود وويل چې ددغه وضعیت په نظر کې نیولو سره د رسنیو له ګډې کمېټې او حکومت څخه چې د قانون مطابق له صندوق څخه د نظارت مسؤولیت لري وغوښتل شول چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ملي امنیت او لويې څارنوالي څخه ګډ هیئت تعین کړي تر څو د صندوق ستونزې بررسي کړي.

د خبریالانو او رسنیو فدراسیون وویل چې یا دې د صندوق د کار په اړه شفافیت رامنځته شي چې د هيڅ خبریال حق ونه خوړل شي او مرستې په خپل وخت ورورسیږي او یا دې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې وغوښتل شي چې د صندوق په رهبري کې دې د طرزالعمل مطابق په پوره توګه تغیر راوړل شي.