په افغانستان کې د مجازاتو د معافيت فرهنګ؛ د ژورنالېستانو د وژنې ۹۵ سلنه له مجازاتو بخښل شوي دي.

په افغانستان کې د مجازاتو د معافيت فرهنګ؛ د ژورنالېستانو د وژنې ۹۵ سلنه له مجازاتو بخښل شوي دي.

۱۳۹۷ لړم ۱۰

کابل- په وروستيو دوه لسيزو کې په افغانستان کې ۱۰۰ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي دي؛ مګر د افغانستان د خبريالانو د مرکز څېړنې ښيي چې له دې شمېرې يواځې د پنځو قضيو عاملين د محکمې د پرېکړې په اساس مجازات شوي دي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز موندنې چې پر خبريالانو د شويو جرمونو د معافيت د پای ته رسولو نړيوالې ورځې په مناسبت خپره شوې؛ ښيي چې له ۱۳۷۳ هجري لمريز کال څخه تر ۱۳۹۷ پورې، په افغانستان کې ۱۰۴ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي دي چې له دې جملې ۱۵ تنه يې ښځينه دي. پر دې سربېره دوه افغان خبريالان په پاکستان کې هم وژل شوي دي.

په ټوله کې د وژل شويو ۸۶ تنه خبريالان او د رسنيو کارکوونکي د افغانستان تابعيت لرونکي دي؛ چې ډېرو يې د کار په جريان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

څلور کاله وړاندې د ملګرو ملتونو غړيو هېوادونو په يو پرېکړه ليک کې په نړۍ کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتېدو په غبرګون کې د نوامبر دويمه (د لړم ۱۱ مه) پر خبريالانو د شويو جرمونو د مجازاتو څخه د معافيت فرهنګ د پای ته رسولو په نوم اعلان کړه.

دا پرېکړه ليک د ملګرو ملتونو له غړيو هېوادونو غواړي چې د خبريالانو د امنيت او خونديتوب په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

د بي بي سي خبريال ميرويس جليل لومړنی خبريال و چې په ۱۳۷۳ کال کې د ګلبدين حکمتيار سره له مرکې وروسته له سروبي څخه کابل ته د بېرته راتګ په لاره کې د جهادي رهبرانو له خوا ووژل شو او څلور کاله وروسته د طالبانو له خوا د مزار شريف د نيولو په وخت کې محمود صارمي چې د ايران د ايرنا خبري اژانس خبريال و؛ د ايران له څو تنو دپلوماتانو سره يوځای ووژلو.

د ۱۳۸۰ کال په وروستيو کې د امريکا او د هغوی د ملګرو هېوادونو د بريد په پيل او د آزادو رسنيو په زياتېدو سره؛ د رسنيو د ټولنې د قربانيانو شمېر کې د پام وړ زياتوالی راغی.

مارک برانرئو، جوهان ساتون، پیربیلاد، ولکر هندلوئیک، هری برتون، عزیزالله حیدری، ماریا گارسیا کتولی، جولیو فیونتز، اولف استرامبرگ، شیما رضایی، میوند، عبدالقدوس، کریستین استرو، کارن فیشر، انور صالح، رحمان قل، سید آقا، اجمل نقشبندی، شکیبا سانگه آماج، ذکیه ذکی، عبدالمنیر، کارستن توماسن، عبدالصمد روحانی، جاوید احمد یازمی، سلطان محمدمنادی، جان الله هاشمی، میشل لانگ، روپرت همر، جیمزهانتر، سید حامد نوری، محمد رفیق عزیزی، امید خپلواک، فرهاد تقدسی، جعفر وفا، سادم خان بهادورزوی، عبدالهادی همدرد، دنیا ذاکری، مزمل صادقی، محسن هاشمی، نوراحمد نوری، شاهد نعیمی، نیلز هورنر، احمد سردار، آنیا نیدرینگهاس، خالد آگاه یعقوبی، پلوشه توخی، زبیرحاتمی، عاقل محمد وقار، ذبیح الله پشتون یار، امان الله عطایی، علی محمدی، حسین امیری، جواد حسینی، محمد حسین، مهری عزیزی، مریم ابراهیمی، زینب میرزایی، زبیر خاکسار، یعقوب شرافت، دیوید گیلکی، ذبیح الله تمنا، نعمت الله زهیر، نصیر مدثر، نورالله، فریده، عبدالطیف، محمد امیر، عبدالغنی، زین الله، حبیب الله حسین زاده، محمد نذیر، عزیز نوین، عمر ارغندی وال، عبدالحمید رمضانی، حسین علی نظری، نقیب الله عبدالرحیم زی، غلام رضا بیگ، سید خادم حسین هاشمی، عبدالرؤف مهدوی، سید خداداد احمدی، سید عندلیب ضیایی، سید حسین حسنی، محمد رضا بهرامی، خلیل رضایی، حیدر نظری، سید مهدی موسوی، عبدالمنان ارغند، شاه مری فیضی، یارمحمد توخی، غازی رسولی، نوروزعلی خموش، عبدالله حنان زی، محرم درانی، سباوون کاکر، علی سلیمی، سلیم تلاش، احمدشاه،  محمد اختر، عطاء الله رحیمی وسیع، صمیم فرامرز، رامز احمدی و محمد سلیم انگار هغه نور خبريالان او د رسنيو کارکوونکي دي چې د طالبانو د رژيم د سقوط په جريان او له هغې راوروسته کلونو کې ووژل شول.

د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د وژنې شکمن او تورن

د افغانستان د خبريالانو مرکز د معلوماتو پر بنسټ طالبان د ۴۱ تنو، داعش د ۳۴ تنو، غير مسئولې وسله والې ډلې يا اشخاص د ۲۲ تنو، ناټو ځواکونه د ۳ تنو، د کورنۍ غړي او خپلوان د ۳ تنو او د افغانستان ملي پوليس د يو تن په وژلو کې شکمن او تورن دي.

د عدالت په تامينولو کې ناکامي- يواځې پنځه په سلو کې د وژنې عاملين مجازات شوي دي.

د تېرو دوه کلونو په لړ کې او د حکومت او رسنيو د ګډې کميټې په رامنځته کېدو سره د خبريالانو د امنيت او خونديتوب په برخه کې د حکومتي بنسټونو او د دې کميټې د غړيو له خوا هڅې شوي دي؛ مګر له بده مرغه دا هڅې او ګامونه سره له دې چې قانع کوونکې نه دي؛ د خبريالانو په وړاندې د جرمونو د معافيت په پای ته رسولو کې يې کومه د پام وړ پايله نه ده لرلې.

د لويې څارندوالۍ وياند جمشيد رسولي وايي، دا اداره تصميم لري چې د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو په وړاندې جرمونو ته رسيده ګي وکړي او په تېرو دوه کلونو کې يې ۴۹ قضيې څارلي دي.

د ښاغلي رسولي له خوا د ورکړل شويو شمېرو له مخې په دې موده کې؛ د بيان راډيو همکارې پلوشه توخي د قتل عاملين (يو تن اعدام)، د ملي تلويزيون وياند حامد نوري ( څلور تنه: يو تن اعدام، دوه تنه په ۲۰ کاله بند او يو تن په ۱۲ کاله بند)، د شمشاد تلويزيون کارکوونکې شکيبا څانګه آماج ( دوه تنه: يو تن په يو کال تنفيذي بند او يو بل په ۱۶ کاله تنفيذي بند محکوم شوی؛ مګر تښتېدلی دی.)، د ملي راډيو تلويزيون خبريال زبير خاکسار ( دوه تنه، هر يو په ۱۶ کاله بند) او د اسيا تلويزيون رئيس ( دوه تنه: يو په ۱۹ کاله او شپږ مياشتې او بل په ۱۰ کاله او شپږ مياشتې بند) محکوم شوي دي او خپله د بند موده تېروي. که څه هم د هغه په وينا په اکثرو مواردو کې دا صادر شوي حکمونه وروستي نه دي.

د لويې څارندوالۍ وياند زياته کړه چې د نجراب غږ راډيو د تخنيکي کارکوونکي محمد محسن هاشمي د وژنې دوه تنه تورن د استيناف محکمې له خوا په ۱۶ کاله بند محکوم شوي دي؛ مګر تر اوسه پوليس د هغوی په نيولو نه دي توانېدلي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز اجرائيوي رئيس احمد قريشي وايي: له بده مرغه د خبريالانو د امنيت او خونديتوب د ګډې کميټې، د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت رياست د هڅو باوجود هم په دې برخه کې نه دي توانېدلي چې د خبريالانو د وژنو قضيې وڅاري او دوسيې جوړې کړي، په ښه ډول کار وکړي او ناکام دي؛ تر دې چې د ناټو ځواکونه هم چې په څو موردو کې تورن دي، مرستې ته نه دي حاضر شوي.

هغه زياته کړه: افغانستان د رسنيو د کار کولو اړوند د قوانينو په برخه کې ښه پرمختګ کړی او د حکومت لوړپوړو چارواکو د خبريالانو او خپلواکو رسنيو د دفاع په هکله خبرې کړې دي؛ مګر په عمل کې يې کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي او په کار ده چې د خبريالانو په وړاندې د جرمونو د معافيت فرهنګ ته د پای ټکی کېښودل شي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز د اجرائيوي رئيس په وينا؛ په افغانستان کې د مجازاتو د معافيت فرهنګ د رسنيو د ټولنې لپاره د زغم وړ نه دی او د دې بهير دوام په هېواد کې د خبريالانو او رسنيو حرفوي فعاليت ته جدي ضرر رسوي.

په وروستيو کلونو کې د رسنيو د ټولنې د قربانيانو په برخه کې د عدالت غوښتنې بهير د خبريالانو د ملاتړ بنسټونو له خوا په جديت تعقيب شوی دی. تېر کال افغانستان د خبريالانو د مرکز په غوښتنه، ۱۵۰ تنه خبريالانو په لاسليک په يو سرخلاصي ليک کې د ولسمشر او اجرائيه رئيس څخه د خبريالانو په وړاندې د جرمونو د معافيت د فرهنګ د دوام د ګواښونو سره؛ غوښتي چې د وژل شويو خبريالانو او د رسنيو د کارکوونو قضيې په خپل کاري لومړيتوب کې راوړي او د مجازاتو څخه د معافيت فرهنګ ته د پای ټکی کېږدي.