د «کابل ټکسي» پېښه او د يوې بلې رسني له فعال څخه ملي امنيت څېړنه

د «کابل ټکسي» پېښه او د يوې بلې رسني له فعال څخه ملي امنيت څېړنه

۱ سنبله ۱۳۹۴

کابل: ازاد خبريال جواد ناجي وايي د ولسمشر ملي امنيت د شورا مشاور په فرمان د «کابل ټکسي» طنزي- انتقادي پاڼې کې د کارکولو په تور د ملي امنيت ۷۶ادارې ته احضار او تر څېړنو لاندې نيول شویدی.

ناجي دويم نفر دی چې په دې تور احضار او تر ګروېږنو لاندې نيول کېږي. تېره ورځ ذکي دريابي، د اطلاعات روز ورځپاڼې مسؤل مدير د څو ساعتونو لپاره تر څېړنې لاندې نيول شوی و.

جواد ناجي په خپله فسبوک پاڼه کې ليکلي دي: « د ملي امنيت د رياست د احضار په اساس نن ورځ د دغه رياست ۷۶ادارې ته لاړم. د ملي امنيت رياست دفتر د امنيت شورا د مشاور حنيف اتمر د فرمان په اساس، ساعتونه څېړنه راڅخه وکړه، حنيف اتمر زه د کابل ټکسي پاڼې په چلولو تورن کړم او دامنيت ملي ټولې پوښتنې په همدې محور څرخېدې.

هغه زياته کړې ده «وروسته له څو ساعتونو پوښتنې اوځواب څخه، دملي امنيت رياست او حنيف اتمر ونه توانيدل چې کوم سند او مدرک زما په اړه چې له کابل ټکسي سره اړيکې لرم ارايه نکړ.

دغه ازاد خبريال دا روښانه کړې ده چې د ښاغلي اتمر د بې اساسه ادعا په ردولو سره غوښتنه کووم چې ښاغلی اتمر دی په فرهنګيانو او رسنيو فعالانو باندې د لاس پورته کولو پر ځای، خپل مسؤليت او مديريت په سم ډول ترسره کړي.

د افغانستان خبريالانو مرکز د رسنيو ددغه فعال احضار او څېړنه د بيان په ازادۍ تهديد ګڼي او هغه غندي او د ملي امنيت له مشاور او ملي امنيت رياست څخه غواړي چې خپل دغه ډول اقدامات چې دبيان ازادۍ محدوديت ښاي پای ته ورسوي.

دغه بنسټ له دولتي مقاماتو او ادارو څخه غواړي په هغه صورت کې چې هر ډول شکايت د رسنيو فعالانو له کار او رسنيو له خپرونو څخه لري، د قانوني مرجع له لارې دې په دې اړه اقدام وکړي او د رسنيو د فعالانو په خپل سري تحقيق او احضار ته دې چې دهېواد په قانون کې هېڅ ځای نلري، د پاي ټکی کېږي.