د جمهوري ریاست د ساتونکو له لوري د يک تلویزون د مسؤل مدیر وهل ټکول غندو

د جمهوري ریاست د ساتونکو له لوري د يک تلویزون د مسؤل مدیر وهل ټکول غندو

۲ ثور ۱۳۹۷

کابل۔ د ارګ ریاست جمهوري ساتونکو نن ورځ د یک تلویزون مسؤل مدیر عبدالله خنجاني چې غوښتل يې د یو شمېر خبریالانو او رسنیو له یو شمېر مسؤلینو سره د حکومت د یو شمېر رسنيو او د اطلاعاتو د مرکز په ناسته کې ګډون وکړي وهل شوی دی او سپکاوی يې شوی.

خنجاني نن ورځ په یوه خبري ناسته کې وويل چې کله چې يې غوښتل د ارګ په غوښتنه د اطلاعاتو د مرکز او د حکومت د رسنیو په ناسته کې ګډون وکړي، د جمهوري ریاست د ساتونکو له لوري وهل ټکول شوی او سپکاوی يې شوی او موقت توقیف يې شوی دی. هغه د ولسمشر د ساتونکو دغه عمل د قانون خلاف وګاڼه او ويویل چې خپل شکایت يې په رسمي ډول حکومت ته لېږلی دی.

خنجاني زیاته کړه:" نن له ماسپښین مخکې کله چې خبریالان د رسنیو مرکز کې په یوې خبري ناستې کې د ګډون په موخه روان ول، د ریاست جمهوري ساتونکو د زنبق په څلور لاري کې لاره تړلې وه او ځينو ته يې اجازه ورکوله او ځينو ته يې نه. هغه وويل:" کله خبریالانو د خپلو کارتونو په ښودلو سره غوښتل د رسنیو د مرکز په لور لاړ شي د جمهوري ریاست يو ساتونکي زه ووهلم او سپکاوی يې راته وکړ وروسته يې راڅخه موبایل واخیست، هغه يې ولید او زه يې په موقت ډول توقیف کړم.."

د يک تلویزون مسؤل مدیر وويل چې :" که ما کوم مشکوک فعالیت کړی وي باید محکمې ته يې وړی وای نه دا چې هلته مې ووهي او په جاده کې مې توقیف او شخصي موبایل مې وګوري، زه ددغې ناوړه کړنې د تعقیب غوښتونکی یم تر څو په راتلونکي کې هيڅ هیوادوال ته سپکاوی ونه شي."

د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري چې په دې خبري ناسته کې يې ګډون کړی و وويل مني چې ښاغلي خنجاني ته د ریاست جمهوري د ساتونکو له لوري سپکاوی شوی دی، چخانسوري د دغې پيښې په اړه د بښنې په غوښتو سره وويل وعده کوي چې دغې قضيې ته به د قانون مطابق رسيدګي وشي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د جمهوري ریاست د ساتونکو له لوري عبدالله خنجاني ته د سپکاوي په غندلو سره دغې قضيې ته د رسیدګۍ غوښتنه کړې.

د افغانستان خبریالانو مرکز اجرايي رئیس احمد قریشي وويل:" يوازې بښنه غوښتل کافي ندي، دا چې د جمهوري ریاست د سانونکو له لوري د خبریالانو په ګډون له خلکو سره څو څو ځله ناوړه رفتار ترسره شوی باید دغې پېښې ته د قانون مطابق په جدي ډول رسیدګي وشي."

د هغه په وینا د جزا د معافیت کلتور په هيواد کې د رسنيو

د هغه په وینا له جزا د معافیت کلتور په هيواد کې د رسنيو او خبریالانو کاري لاسته راوړنو ته جدي ضرر رسولی دی او جمهوري ریاست باید په عمل کې څرګنده کړي چې له مجازاتو څخه د معافیت کلتور په وړاندې ولاړ دي.