د کابل تکسي پېښې په اړه د ملي امنيت شورا غبرګون

د کابل تکسي پېښې په اړه د ملي امنيت شورا غبرګون

۲ سنبله ۱۳۹۴

کابل: د خبريالانو څخه د ملاتړ بنسټونو اود رسنيو د فعالانو د اعتراضونو او نيوکو وروسته د ولسمشر د ملي امنيت مشاور د فرمان په اساس د ملي امنيت رياست د «کابل ټکسي» طنزي انتقادي پاڼې د مديريت د متهمينو په اړه اندې اعلاميه صادره کړه.

د بيان ازادي او د رسنيو فعاليتونه د خلکو او افغانستان اسلامي جمهوريت له لويو لاسته راوړنو څخه دي. د ملي امنيت شورا دفتر د بيان د ازادۍ په اساسي حق سره چې هيواد اساسي قاون په ۳۴ماده کې راغلي دي ژمن دی او په ټوله معنی به له هغه څخه ساتنه کوي.

په دې وروستيو کې د فسبوک ټولنيزې رسنۍ يو شمېر پاڼو څخه په مجهول هويت، دهېواد دنافذه قوانينو داحکامو په خلاف محرم دولتي معلومات چې د هېواد دملي امنيت شورا د کارکوونکو د هويت افشا کول پکې شامل دي، نشر کړي دي چې له شک پرته دجدي امنيتي خطراتو موجب ګرځي.

د ملي امنيت شورا دفتر د بيان ازادۍ او خلکو ته د اطلاعاتو د لاسرۍ حق اصل په نظر کې نيولو سره، له لاندې ادارو څخه غوښتنه کوي تر څو د امنيتي سکتور دمحرمو معلوماتو د مخنيوي په خاطر، په دې قضيه کې د دخيلو افرادو سره د هېواد د نافذه قوانينو په رڼا کې عمل وکړي.

د ملي امنيت شورا په قوي ژمنې سره په هېودا کې د بيان ازادۍ په پراخېدو، د هېواد د رسنيو انتقادي پېښو ته د قدر په سترګه ګوي او د ګټور نظام په جوړولو کې يې ګټور ګڼي. مګر د محرمو دولتي معلوماتو افشا کول د قانون په زيان ګڼي او له رسنيو څخه غواړي د محرمو دولتي اطلاعاتو د محرميت اصل په رعايتولو سره خپل رسالت ادا کړي.

 د ملي امنيت شورا يو ځل بيا د بيان ازادۍ په اړه خپله ژمنه ياده کړه او د افغانستان د مطبوعاتو لويې کورنۍ ته يې ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې به د هغوی له لويو لاسته راوړنو څخه ملاتړ کوي او اجازه نه ورکوي چې د هغوی مسلکي ازادي تر تهديد لاندې راشي.

په هېواد کې د بيان له ازادۍ څخه دغه ملاتړ دملي امنيت شورا له لوري په داسې حال کې اعلانيږي چې څو ورځې مخکې د ملي امنيت شورا مشاور حنيف اتمر تصويرونه په يو مطلب کې «د ملي امنيت شورا دفتر له کارکوونکو اومسؤلينو خدمتونه عملي شول» تر عنوان لاندې ددغه بنسټ د پاڼې له لارې په فيسبوک کې نشر شوي و.