په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شوو جرمونو څخه د معافیت کلتور لا هم په لویه کچه په خپل حال پاتې دی

۱۲ لړم ۱۳۹۹

کابل- د افغانستان حکومت د هڅو سربېره په هیواد کې د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شوو جرایمو له سزا څخه د معافیت کلتور لا هم په لوړه کچه دی او د هغو اشخاصو او ډلو په برخه کې چې دغه ډول جرمونه یې ترسره کړي دي، عدالت نه دی پلي شوی.

 نن د(۲۰۲۰) د نومبر ۲ مه چې د (۱۳۹۹) لمريز کال د لړم د ۱۲ مې سره سمون خوري، د خبريالانو په وړاندې د ترسره شويو جرمونو د مجازاتو څخه معافيت ته د پای ټکي اېښودو، نړيواله ورځ ده.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې د ۱۳۸۰ هجري لمریز کال راپدې خوا ۱۱۳ خبریالان په هیواد کې او دوه افغان خبریالان په پاکستان کې وژل شوي دي.همدارنګه په دې موده کې د رسنیزو کار کوونکو سره د فزیکي تاوتریخوالي، ګواښ، بندي کول او همدارنګه د ټپي کیدلو د شاوخوا زر پېښو د ثبت راپور ورکړل شوی دی.

د روان کال په سرطان میاشت کې د افغانستان خبریالانو مرکز د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته په خطاب کې یو پرانیستی لیک چې له ټول هیواد څخه ۲۰۰ خبریالانو لاسلیک کړی و، له سزا د معافیت کلتور موضوع یاده کړې وه. په دې لیک کې د دولت له رهبرۍ څخه غوښتنه شوې وه چې د هیواد د رسنیو ټولنې خوندیتوب او امنیتي ننګونو ته جدي پاملرنه وکړي او اجازه دې نه ورکوي چې په هیواد کې د خبریالانو پر وړاندې له سزا څخه د معافیت کلتور بنسټیز شي.

د ۱۳۹۹ کال د سرطان میاشتې پورې د افغانستان دخبریالانو مرکز موندنې څرګندوي، چې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې په هڅو سربیره، د رسنیزو کار کوونکو او خبریالانو د وژل کیدو ۳۰ دوسیې د امنیتي او عدلي بنسټونو له لورې څېړل شوي دي چې په ډیری مواردو کې(په سلو کې ۹۵) دوسیې په لومړنیو مرحلو کې دي او لا نهایي شوې نه دي.

د لويې څارنوالۍ ادارې د تازه معلوماتو په بنسټ، د وژل شويو خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو د ۱۱۵ قضيو (له ۱۳۸۰ څخه تر ۱۳۹۹ کال پورې) له جملې څخه، تر اوسه ۳۰ قضيو ته رسېدنه شوې ده (په لومړنيو يا استيناف مرحلو کې دي او يا نهايي شوي دي.)، د ۴۷ قضيو عاملين  د طالبانو له ډلې دي (تورنان وژل شوي او يا ازاد دي)، د ۲۸ قضيو عاملين د امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي او ۱۰ قضيې چې دوه يې په پاکستان کې رامنځته شوي دي، د ارزونې او څارنې لاندې دي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د ګډې کمېټې  او د اړوندو بنسټو له جملې د پولیسو، ملي امنیت، څارنوالۍ او محکمو په هڅو سربیره د خبریالانو سره د ترسره شویو جرمونو له سزا څخه د معافیت کلتور چې لا هم په لويه کچه شتون لري، اندېښمنونکی ګڼي او په دې برخه کې د دولت رهبرۍ د جدیت غوښتونکی دی.

د افغانستان خبریالانو مرکز بیاځلې- لکه څرنګه یې چې په پرانیستي لیک کې د هیواد ولسمشر ته په خطاب کې بیان کړي وو- د افغانستان دولت له رهبرۍ څخه غواړي چې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې له لوري دې د عمل پلان مشخص او عملي کړي. کیدای شي دا بهیر لاندې برخې ولري مګر تر دې محدود نه دي:

  • له هغه ځايه چې د خبريالانو او رسنيو کارکوونکو په وړاندې د ترسره شويو جرمونو لويې کچې نسبت، ترهګرو يا نا قانونه وسله والو ډلو ته کيږي او ډېر موارد چې رسېدنه ورته نه ده شوې، همدا ډول قضيې دي؛ تورن کس د څارنې لاندې کسانو په ليکلړ کې ځای کړي او په هغه صورت کې چې د جرم عامل ژوندی نه وي، تنظيموونکي او تورنې ډلې دې وپېژندل شي او د هېواد د قوانينو سره سم دې په دې برخه کې عدالت تامين شي.
  • د خبریالانو په تاوتریخوالي او ګواښوونې باندې تورن چارواکي، دولتي کار کوونکي، امنیتي ځواکونه او یا زور واکي دې له استثنا پرته تر قانوني پلټنو لاندې راشي.
  • خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو سره د ترسره شوي تاوتریخوالي او ګواښ پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د قانون د ترسره کولو څرنګوالي لپاره دې، د معلوماتو د وړاندې کولو او ثبت انلاین (ډیټابیس) د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې تر څار لاندې جوړ شي او د دې مرکز اداره دې د هرې دوسیې په برخه کې د پرمختګ او کم کارۍ په اړه معلومات  له ځنډ پرته خپاره کړي.
  • ولسمشر او د دولت رهبري دې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو څخه د ملاتړ لپاره، خپله پرېکنده سياسي او دوام لرونکې ژمنتيا اعلان کړي او ډاډ دې ورکړي چې هغه خلک به مجازات شي چې د خبريالانو په وړاندې د ترسره شويو جرمونو ته د رسېدنې په برخه کې د قانون په پلي کولو کې لټي يا کم کاري کړې وي.