پولیس د اریانا تلویزیون د سیاسي خپرونو پرمخ وړونکي فردین امیني د مشکوک مرګ په اړه پلټنه کوي

۱۳۹۹ لیندۍ ۲۱ مه

کابل- د کابل پولیس وایي د اریانا نیوز تلویزیون د سیاسي خپرونو پرمخ وړنکي نن په کابل کې په یوه پېښه کې خپل ژوند له سه ورکړی دی.

د اریانا نیوز شبکې رئیس شریف حسن یار د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي دي چې پېښه نن سهار شوې ده. د هغه په وینا که څه هم د کابل پولیس یاده پېښه ځان وژنه ګڼي؛ خو د دې خبریال کورنۍ وایي چې هغه وژل شوی دی.

د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز د افغانستان دخبریالانو مرکز ته ویلي دي چې دا پېښه نن سهار د منشي غلام ښار ګوټي اړوند ساحه کې شوې ده. هغه زیاته کړه لومړنۍ څیړنې څرګنده وي چې ښاغلي امیني ځان وژنه کړې ده.

فرامرز یاته کړه چې پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پېل کړي دي؛ ترڅو د پېښې د قیق څرنګوالی لا روښانه شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز اجرائیوي رئیس احمد قریشي د هغه کورنۍ او په اریانا تلویزیون کې یې همکارانو سره د غمشریکۍ شریکولو ترڅنګ وویل: « موږ د فردین امیني په مړینه سخت اغېزمن شو هغه یوه بریالۍ رسنیزه څهره وه او د هغه مړینه د هیواد رسنیو ټولنې لپاره یوه تشه ده.»

هغه زیاته کړه:« د ښاغلي امیني زړه بوږنونکې ویډیو چې په وینو لړلی دی او د یوشمېر خلکو په واسطه روغتون ته وړل کېږي، په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې وده. دا ویډیو د هغه د ځان وژنې پخلی نه شي کولای او پولیس باید په ډیر جدیت سره دا موضوع په رڼه توګه وڅیړي او ژر تر ژره دې د هغې پایله اعلان کړي.»

دا پېښه په داسې وخت کې وشوه چې دوه ورځې وړاندې د انعکاس تلویزیون ویانده ملاله میوند او موټر چلوونکی یې طاهر خان جلال اباد ښار کې د نامعلومه وسله والو له لورې ووژل شو. یوه میاشت وړاندې د ازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي، د چسپکي ماین په چاودنه کې چې د هغه په موټر پسې نښلول شوی و ؛لښکرګاه ښار کې ژوند له لاسه ورکړ.

تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي او د انعکاس تلویزیون ویاندې ملالې میوند او موټر چلوونکي طاهر خان وژونکي امنیتي ځواکونو نیولي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په خپل ټویټر حساب لیکلي، نیول شوی شخص چې اصلي د ارزګان ولایت د چارچینو ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د داعي په وژنه کې یې «مستقیم رول» درلود، نیول شوی او په خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.

ارین په دغه قتل باندې د تورن کس د څرګندونو ویډیو خپره کړې ده په کوم کې چې هغه طالبانو سره د  تړاو او ښکیلتیا په اړه خبرې کوي.

طالبانو له دې وړاندې اعلان کړی و چې په دې پېښه کې لاس نه لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په ورته وخت کې د ملالې میوند او موټر چلونکي د وژنې په تور د یو بل تن د نیونې خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې له یاد شخص څخه د پولیسو پلټنې روانې دي او ژر به یې د اعتراف ویډیو هم خپره شي.

داعش پورې اړوند یو ویب سایټ اغلې میوند باندې د شوې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د الیاس داعي او ملالې میوند قضیو برخه کې د شوي پرمختګ څخه د هرکلي ترڅنګ وایي چې حکومت باید په دې برخه کې خپلو پلټنو ته په جدیت سره دوام ورکړي او عدالت پلی کړي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د هیواد رسنیو او خبریالانو څخه د یو خپلواک ملاتړي بنسټ په توګه به، د دوسيو تر نهايي کېدو پورې به د پرمختګ څرنګوالی او د دې جنايت د لاملونو په برخه کې د عدالت پلي کېدل وڅاري او راپور به يې شريک کړي.