کابل کې د خبریالانو ډله ییزه وژنه په ټول هیواد کې وغندل شو

کابل کې د خبریالانو ډله ییزه وژنه په ټول هیواد کې وغندل شو

۱۱ غبرګولی ۱۳۹۷

کابل ــ په ټول هیواد کې خبریالانو په راټولېدو سره کابل کې د خپلو همکارانو په وژل کیدو او خوست کې د بل همکار وژنه بشري ضد جنایت او د انساني او اسلامي اصولو سه په ټکر کې عمل وګڼلو او په کلکو ټکو ېې وغانده.

د نن ورځ دې راټولېدنو کې د خبریالانو او رسنیو کار کوونکو په پراخ ګډون سره په کابل، بدخشان، پروان، سرپل، جوزجان، هرات، فراه، هلمند، کندهار، خوست، ارزګان، بامیان او غور ولایت کې ترسره شوې، زیات شمېر کې مدني فعالانو، مخورو او ځایي علماو هم ګډون کړی وو.

ګډون کوونکو د شهیدانو روحونو ته د دوعا، ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله مندي، د یو غیري نظامي او بې پرې کتلې په توګه د خبریالانو په نښه کول، جنګي جرم او بشرضد جنایت وبللو او په کلکو ټکو یې وغنده.

.

pikan2

په ورته وخت کې یې له حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې ترڅو د افغانستان کې د خبریالانو وژل په جدي ډول وڅېړي، د دې جرم پلانو ونکي سازمانونه د قانوني پلټنو لاندې ونیسي.

تروریستي پېښو کې د قرباني شوو خبریالانو او رسنیو کار کوونکو کورنیو سره د حکومت د دومداره مرستې، د رسنیواو خبریالانو د امنیت خوندیتوب د نن ورځ ناستې نورې غوښتنې وې.

وړمه ورځ یوه ډله خبریالان د کابل شش درک سیمې ته د شوې ځانمرګي برید خبري پوښښ لپاره ورغلي وو، چې د بل ځانمرګي بریدګر له خوا موخه وګرځول شول.

helmand

په دې تروریستۍ حمله کې ۹ تنه خبریالان ووژل شول او لږ ترلږه ۸ تنه نور ټپیان شول.

parwan

یوساعت وروسته خوست ولایت کې یو ځایي خبریال د نامعلومه وسله والو له خوا په نښه او ووژل شوو.

د غوايي ۱۰ نېټې بريد د پراخوالي او په خبريالانو د بريد د نوعيت له لحاظه د هېواد رسنيو په تاريخ کې بې مخينې دی او د تور زړيو ترهګرو، کوږ فکرو او د شيطان د ډلې د ملاتړو په تندي د داغ په شکل درج شوې دی او هيڅکله به هېره نه شي.