کورنیو چارو وزارت: د ملالې میوند او داعي وژونکي ونیول شو

  ۱۳۹۹ لیندۍ ۲۰ مه

کابل- د کورنیو چارو وزارت وایي د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي او د انعکاس راډیو ټلویزیون ویاندې ملالې میوند او د موټر چلوونکي طاهرخان وژوونکي امینتي ځواکونو نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په خپل ټویټر لیکلي نیول شوی شخص چې د ارزګان ولایت د چارچینو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی، د داعي په وژنه کې یې «مستقیم رول» درلود، نیول شوی او په خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.

ارین په دغه قتل باندې د تورن کس د څرګندونو ویډیو خپره کړې ده، په کوم کې چې هغه طالبانو سره د  تړاو او ښکیلتیا په اړه خبرې کوي.

طالبانو له دې وړاندې اعلان کړی و چې په دې پېښه کې لاس نه لري.

الیاس داعي یوه میاشت مخکې د هغه چسپکي ماین چاودنې له امله چې د هغه په موټر پسې نښلول شوی په لښکرګاه ښار کې ووژل شو. په دې پېښه کې خپلواک خبریال مجتبی محمدي چې د الیاس داعي ورور دی، د دوه تنو نورو عامو وګړو سره ټپي شو.

د کورنیو چارو وزارت په ورته وخت کې د ملالې میوند او د هغه موټر چلونکي د وژنې په تور د یو بل تن د نیونې خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې له یاد شخص څخه د پولیسو پلټنې روانې دي او ژر به یې د اعتراف ویډیو هم خپره شي.

اغلې میوند چې د انعکاس تلویزیون ویانده وه نن سهار ۷ بجې د جلال اباد ښار دریمې ناحیې اړوند عربانو ګولایي سیمه کې د نامعلومه وسله والو په ډزو ووژل شوه.په دې پېښه کې د هغه موټر چلوونکی طاهر خان هم د ډزو له امله ساه ورکړې ده.

داعش پورې اړوند یو ویب سایټ کې دغې ډلې پر اغلې میوند باندې د برید پړه پرغاړه اخیستې ده.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د الیاس داعي او ملالې میوند قضیو برخه کې له شوي پرمختګ څخه د هرکلي ترڅنګ وایي؛ چې حکومت باید په دې برخه کې خپلې پلټنو ته په جدیت سره دوام ورکړي او عدالت پلی کړي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د هیواد رسنیو او خبریالانو څخه د یو خپلواک ملاتړي بنسټ په توګه، د دوسيو تر نهايي کېدو پورې به د پرمختګ څرنګوالی او د دې جنايت د لاملونو په برخه کې د عدالت پلي کېدل وڅاري او راپور به يې شريک کړي.