۲۷ حوت ۱۳۹۷
کابل۔ د افغانستان خبریالانو مرکز د افغانستان د کال خبریالانو رقابتي برنامې پایله اعلان کړه چې د هغې په اساس په ١٣٩٧ کال د هیواد دکال خبریال سربېره لس نورو خبریالانو چې د هیت له لوري یې زیات امتیاز ترلاسه کړی و د کال د لسو خبریالان په توګه انتخاب او د خبریالانو د ملي ورځې په مراسمو کې وستایل شول.
په دغو مراسمو کې چې د اطلاعاتو او د حکومت رسنيو په مرکز کې ترسره شول، و لسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین سید آغا حسین سانچارکي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي استازی تادامیچي یاماموتو او د المان او برتانيه شارژدافیرانو او د اروپا اتحاديې، ترکیه او ناټو دپلماټانو ګډون کړی و.
ددې سربېره د رسنیزو او خبریالانو د بنسټونو فدراسیون استازو، اطلاعاتو ته په لاسرسي د نظارت د کمیسون رئیس او غړیو، د دولتي او ازادو رسنيو مدیرانو، د مدني ټولنو استازو او خبریالانو پکې هم ګډون کړی و.
د افغانستان د کال خبریالانو د شپږمې رقابتي برنامې د کمېټې مسؤل پرویز کاوه په وینا په دغه کلني رقابت کې ٧٠ خبریالانو دهیواد له مختلفو رسنیو څخه ځانونه نوماند کړي و چې په پای کې د بررسۍ او ارزیابۍ وروسته نوید بارکزي د پژواک خبرې اژانس خبریال دسولې عالي شورا له لورې د مصرف شويو پیسو په اړه د څېړنیز راپور له مخې تر ټولو زیات امتیاز واخست او د کال خبریال په ډول ورته د زر ډالرو نغدي مرستې سره ستاینلیک ورکړل شو.
کاوه زیاته کړه چې ١٠ نور ګډون کوونکي چې له نوید وروسته يې لوړ امتیازات ترلاسه کړي و په لاندې ډول د هیواد غوره خبریالان وټاکل شول:
١۔ زینب فرهمند، ازاده خبریاله د هغه مطلب په جوړولو چې یوه نجلۍ د کار پیدا کولو په لټه کې ده او ډېرې سختې زغمي.
٢۔ شاپور فرهمند، د اریانا تلویزون خبریال د بامیانو په اړه د مستند په جوړولو.
٣۔ الهه ساحل، ازاد خبریال د چین د شینهوايي لپاره د راپور جوړولو لپاره د کوچنیو زده کوونکو په انځور اخستلو.
٤۔ سید معروف سعيدي، د سلام وطندار راډیو خبریال د انسان د قاچاق په اړه د راپور په جوړولو.
٤۔ محمد زمان سهیل، د شمشاد تلویزون خبریال د یو سرتیري په واسطه يو کوچني ته د وینې ورکولو په اړه د راپور په جوړولو.
٦۔ علي آرش، د هشت صبح ورځپاڼې خبریال د هغه راپور په واسطه چې په خارجه چارو وزارت کې د ديپلماټانو د استخدام په برخه کې د واسطه بازۍ په اړه دی.
٧۔ طارق ثاقب، د یک تلویزون خبریال په بامیانو کې د ژوند، تفريح او لوبو په اړه د راپور په جوړولو.
٨۔ سیمین صدف، د رسنیو له لوري په میرمنو د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه د راپور په جوړولو.
٩۔ ولي محمد حدید، د بي بي سي ازبیکي برخې خبریال د یوې ځوانې میرمنې په واسطه د موچيو او د شاتو د توليد په اړه د راپور په جوړولو.
١٠۔ عبدالطیف احساس، د شمشاد تلویزون خبریال په ننګرهار کې د شینوارو په سیمه کې د داعش له جګړې وروسته د یادې سیمې د وضعیت په اړه د راپور په جوړولو.
د افغانستان١٣٩٧ کال غوره خبریالان د خبریال ملي ورځې په مناسبت جوړ شویو مراسمو کې په ستاینلیکونو ونازول شول.