د حجت الله مجددي له وضعيته بې خبري

د حجت الله مجددي له وضعيته بې خبري

۷ تلې ۱۳۸۹

محمود راقی ـ د ناټو له خوا د حجت الله مجددي د راخوشې کولو د خبر له خپرولو پنځه ورځې وروسته؛ تر اوسه هم دا خبريال کور ته نه دی راګرځېدلی.

آيساف يا سوله ساتو ځواکونو د ناټو تر حکم لاندې د جمعې په ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړه، چې د الجزيرې دوه نيول شوي خبريالان او حجت الله مجددي آزاد شوي دي.

ښاغلی مجددي د وږي په ۲۷ د ټاکنو په ورځ د کاپيسا راډيو تلويزيون ته د راپور جوړولو په وخت کې، د دې ولايت په مرکز محمود راقي کې د ملي امنيت ځواکونو له خوا نيول شوی و.د حجت الله پلار محمد اسحق مجددي د افغانستان د خبريالانو مرکز سره په اړيکه کې وويل، چې د زوی د راخوشې کېدو په برخه کې يې ټول ګامونه بې پايلې و او حجت الله تر اوسه په بند کې دی.

هغه وويل چې په کابل کې يې د ملي امنيت ۱۷ رياست سره اړيکه نيولې وه؛ مګر هغوی په حجت الله تور ( له طالبانو سره اړيکي) په ګوته کوي او ويې ويل چې د دوی څېړنې لا هم ادامه لري او ممکن دوه ورځې نور وخت هم ونيسي.

مګر محمد اسحق مجددي زياته کړه چې په دې خبرو باور نه لري او د زوی وضعيت ته اندېښمن دی.

ولسمشر حامد کرزي د ميزان په لومړۍ نېټه د پنجشنبې په ورځ اطلاعات او فرهنګ وزارت ته دنده ورکړې وه، چې د الجزيرې د دوه تنه خبريالانو او د کاپيسا د سيمه یيز تلويزيون د خپرونو مدير د نيولو قضيه وڅاري او د خوشې کولو لپاره يې ګام پورته کړي.

د الجزيره تلويزيون عربي برخې خبريال رحمت الله نېکزاد په غزني کې او بل همکار يې محمد نادر په کندهار کې د بهرنيو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې د وږي په ۲۹ او ۳۱ نېټه نيول شوي و؛ چې د جمعې په ورځ د ميزان په ۲ راخوشې شول.

حجت الله مجددي د نيول کېدو په وخت د کاپيسا د سمه یيز راډيو تلويزيون د خپرونو د نشراتي مدير په حيث دنده تر سره کوله او د خپلواکو خبريالانو د ټولنې ولايتي مسوول و.

نوموړی له پژواک خبري آژانس سره هم دوه کاله د آزادې خبريالۍ مخينه لري.