د رسالت راډيو د خبريال وهلو او ټکولو په قضيه کې د کاپيسا ولايت مسوولينو بې پروايي د اندېښنې وړ ده.

د رسالت راډيو د خبريال وهلو او ټکولو په قضيه کې د کاپيسا ولايت مسوولينو بې پروايي د اندېښنې وړ ده.

لړم ۱، ۱۳۹۷

محمود راقي: د افغانستان ژورنالېستانو مرکز د ولسي جرګې د يوه نوماند د ساتونکو له خوا د رسالت راډيو د خبريال وهلو ټکولو او خپلسرې نيونې په پېښه کې د کاپيسا د ځايي چارواکو بې پروايي خواشينوونکې ګڼي او د دې پېښې د عاملينو سره د قانوني کړنو غوښتونکي دي.

د رسالت راډيو مسوول مدير عطاء الله انس د افغانستان د ژورنالېستانو مرکز ته ويلي چې د دوی خبريال عبدالفتاح فايز د شنبې ورځ (د تلې ۲۸ مه) د راي ورکونې د بهير د خبري پوښښ لپاره د دې ولايت د کوهستان ولسوالۍ کې و؛ چې د ولسي جرګې د نوماند عبدالظاهر حکيم زاده د څلورو تنو ساتونکو له خوا وهل شوی دی او وروسته يې غوښتل چې زمونږ خبريال بل ځای ته انتقال کړي؛ مګر د ولسوالۍ د منشي د مخالفت له وجې بريالي شوي نه دي.

انس ياده کړه چې د حکيم زاده ساتونکو د خبريال هغه موبايل چې د دې نوماند د انتخاباتي درغليو انځورونه په کې و؛ له ځان سره وړی دی.

له دې سره سره د خبريال کارت، ۳۵۰۰ افغانۍ او يو فلش هم د بريد پر مهال له دې خبرياله ورک شوي دي.

 

abdulzaher hakimzada 1

عبدالظاهر حکيم زاده تر اوسه د پېښې په تړاو څه نه دي ويلي؛ مګر د کاپيسا د والي وياند قيس قادري ويلي چې ولايتي ادارې له خبرېدو سره سم د پېښې په تړاو څېړنې پيل کړې دي.

هغه وايي چې والي له امنيه قومندانه غوښتي چې دې پېښې ته جدي رسيده ګي وکړي او ښکېل کسان له څېړنو لاندې ونيسي.

په کاپيسا کې د افغانستان د ژورنالېستانو د مرکز استازی عبدالمطلب حامد وايي چې د پېښې په تړاو يې له يو شمېر خبريالانو او مدني فعالانو سره يوځای له والي سره ليدنه کړې ده؛ خو د هغوی له ژمنو سره سره هم له دې پېښې شپږ ورځې کېږي؛ خو د خبريال شکايت ته رسيده ګي نه ده شوې.

حامد زياتوي چې د خبريال موبايل تر اوسه د حکيم زاده له ساتونکو سره دی او تر اوسه په دې تړاو هيڅ قانوني اقدامات نه دي شوي.

د افغانستان د ژورنالېستانو مرکز د پېښې اړوند د کاپيسا د ځايي چارواکو بې غوري خواشينوونکې ګڼي او له محلي ادارې او همدارنګه له امنيه قومندانۍ غواړي چې له خپل مسووليت سره سم په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.

د خبريالانو د ملاتړ دابنسټ په ورته وخت کې د کاپيسا د رسنيو ټولنو ته ډاډ ورکوي چې ياده قضيه به د رسنيو د ګډې کمېټې او دولت سره تعقيب کړي.