نجراب کې د یوې محلي رادیو ویاند وژل شوی

نجراب کې د یوې محلي رادیو ویاند وژل شوی

چاريكار،‌ ۳۱ غویی ۱۳۹۲

د نجراب غږ خصوصي راډیو ویاند محمد حسن هاشمي مړی چې ۱۸ ورځې مخکې کاپیسا ولایت کې نادرکه شوی و پیدا شو.

د نجراب غږ راډیو امتیازڅښتن او مسوول مدیر عبدالمطلب حامد افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل چې د محمد محسن په مرۍ د مرمۍ یو ژور ټپ لیدل کیږي، چې نن له غرمې مخکې یې له یوې څاه راویستی دی.

هغې وویل:«محمد محسن د ثور میاشتې له ۱۲ نېټې خپل کارته را نه غلی اړیکه مې ورسره ونیوله خو زنګ نه ورتلو، مګر دوه ورځې وروسته مې د راډیو یو استازی پاریات کلي کې د هغې کورته واستاوه، مګر کورنۍ یې ویلي و چې دوی هم نه پوهیږي او کیدای شي کابل ته تللی وي.

د نجراب راډیو مسوول مدیر زیاته کړه« یوه اونۍ وروسته مې بیا د هغه له کورنۍ پوښتنه وکړه خو ضد ونقیض خبرې یې کولی ترڅو پولیسو مو خبر کړل او جسد یې ورته د غویی میاشتې په ۳۰ نېټه کور سره نیږدې له یوې څاه نه ترلاسه کړ.»

د پاریات کلی د محمد هاشم د اوسیدو ځای، د نجراب ولسوالۍ په شپږ کیلومترۍ کې ختیځ لور ته پورت دی.

حامد زیاته کړه محمد محسن له څلور کالو ډیر وخت کیده چې د هنرملغلرو په نوم کلتوري او د اونۍ پېښو په نوم سیاسي او ټولنیزو خپرونو وړاندې کوونکی وو.

محمدمحسن هاشمي شاوخوا ۳۰ کاله عمر درلود چې یوه مېرمن او یوه دولس میاشتنۍ لور ترې پاتې شوه.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دې منلی مګر شمال حوزه کې د افغانستان خبریالانو مرکز استازی احمد هنایش وايي؛ چې د نجراب پولیسو د محمد محسن کورنۍ درې غړي نیولي او څېړنې ترې پیل شوي دي.

هنایش یادونه وکړه چې کاپیسا ولایت کې په تیرو درې میاشتو کې دا دویمه پېښه ده چې په مرموز ډول د رسنیو کار کوونکي سره کیږي.

د هغه په وینا شاوخوا درې میاشتې دمخه دالهام شخصي راډیو ۱۸ کلنې ویاندې چاریکار ښار کې په مرموز ډول خپل کور کې ژوند له لاسه ورکړ.

دې ځوانې نجلۍ د خپل مرګ څخه دوه میاشتې مخکې د نامعلومه دلایلو له امله په الهام راډیو کې له خپلې دندې لاس اخیستی و.

د افغانستان خبریالانو مرکز د محمد محسن هاشمي د وژلو غندنې ترڅنګ، له افغان دولت غواړي چې دا قضیه او د دونیا زاکرې مرموزه وژنه په کله وپلټي اوترسره کوونکي یې د قانون منګولوته وسپاري.