د محسن هاشمي مېرمن: د خاوند وژونکي مې بايد په دار وځړول شي.

د محسن هاشمي مېرمن: د خاوند وژونکي مې بايد په دار وځړول شي.

محمود راقی، ۲۰ زمری ۱۳۹۲

د نجراب غږ خصوصي راډيو وياند محمد محسن دوه وروڼه؛ هر يو د دې ځوان وياند په وژلو کې د شريکوالي په جرم په ۱۶ کاله بند محکوم او پلار او يو بل ورور يې برائت ترلاسه کړو؛ مګر د وژل شوي مېرمن او د ولسوالۍ څارنوال دا پرېکړې غير عادلانه ګڼي.

محسن هاشمي د روان کال د غوايي په ۱۲ نادرکه او ۱۸ ورځې وروسته يې مړی د هغه د کور په ۵۰۰ مترۍ کې د پاريات په کلي کې په يوه څاه کې وموندل شو؛ چې د نجراب ولسوالۍ له مرکزه په ۶ کيلومترۍ کې موقعيت لري.

د کاپيساعامې روغتيا روغتون کې يوې سرچينې ويلي چې هغه وخت روغتيايي ټيم دې پايلې ته ورسېدو چې د محسن مړينه د يو ژور ټپ له وجې چې د يو پرېکوونکي شي د ضربې له وجې رامنځته شوی او د تفنګچې د مرمۍ له وجې شوې ده.

په دې لړ کې د محسن پلار او درې وروڼه يې په دې وژنه کې د لاس لرلو په تور ونيول شول او دوسيې يې د څېړنې او رسېدنې لپاره د ولايت عدلي او قضايي ارګانونو ته ولېږل شوې.

يوه نيمه مياشت وروسته د چنګاښ په ۱۷ نېټه د نجراب ابتدايي محکمې د دې قضيې په تړاو خپله پرېکړه اعلان کړه او په پایله کې يې مولوي محمد آصف ۳۷ کلن او وسيم ۲۸ کلن د محسن مشر او منځنی ورور د دې ځوان د وژنې په جرم په ۱۶ کاله بند محکوم کړل او پلار او کوچنی ورور يې د جرم د شاهدانو د نه شتون له وجې بې ګناه وپېژندل.

د نجراب د ابتدايي محکمې رئيس قاضي خدا داد د افغانستان د خبريالانو مرکز ته وويل چې دا پرېکړې د جزا د قانون د ۳۹۵ يمې مادې په اساس شوي؛ مګر دواړه لوري کولای شي چې په دې باندې د دوهمې او دريمې محکمې غوښتنه وکړي.

د قاضي خدا داد په وينا د دې قضيې دوسيه د ولايت محکمې ته استول شوې ده او ژر به دويمه محکمه هم جوړه شي.

مګر د محسن هاشمي مېرمن د دې محکمې په پايله نيوکه لري او وايي چې دا محکمه عادلانه نه وه.

د نجراب غږ راډيو د امتياز خاوند او مسوول مدير عبدالمطلب حامد وويل چې مېرمن هاشمي هغه ته ويلي چې ټول تورن د محسن په وژنه کې ښکېل او د مرګ وړ دي.

هغه وويل: «د محسن مېرمن له ما وغوښتل چې د هغې نوم د کورني او امنيتي ملاحظاتو له وجې رسوا نه شي مګر ويې ويل چې دا ټول کسان د خپل خاوند په وژنه کې ګناهګار ګڼي او په ورته وخت کې اندېښنه لري چې عدلي او قضايي ارګانونو کې د شته اداري فساد له وجې به هغوی آزاد شي او دې ته به زيان ورسوي.»

حامد وويل چې محسن هاشمي د معمول مطابق د سهار له ۶ بجو تر سهار ۱۰ بجو او د مازيګر له ۵ بجو تر د شپې ۸ بجو په راډيو کې کار کولو او د ورځې په جريان کې به په خپل شخصي دوکان کې د ډيشونو او د کمپيوټر جوړولو په برخه کې د تخنيکي خدمتونو په وړاندې کولو بوخت و او کله ناکله به په غير رسمي ډول د ورته کارونو لپاره د فرانسوي ځواکونو هډې ته هم تللو.

د نجراب غږ راډيو مسوول مدير وويل: «مېرمن محسن ماته وويل چې د محسن له يو ورور پرته؛ پلار او ورونه يې د فرانسوي ځواکونو په هډه کې بعد له وخته کارونو سره مخالفت کولو او تر دې چې يو ځل يې د هغه وژلو نيت هم درلود چې ګاونډيانو يې مخه نيولې وه.»

د نجراب څارنوال محمد داوود هم وويل چې پرېکړې غير عادلانه وې او تصميم لري چې په وړاندې يې اقدام وکړي.

هغه وويل: «مونږ له تورنو د څېړنو وروسته له قاضي غوښتي و چې د جزا د قانون د ۳۹۵ يمې مادې سره سم مولوی آصف او وسيم د قصد او ارادې سره د قتل د ترسره کولو له وجې په اعدام او يا عمري بند او پلار او بل ورور لپاره يې هم په قتل کې د شراکت په تور ورته احکام صادر کړي؛ مګر قاضي له ۳۹۶ يمې مادې چې سپکه ده؛ ګټه اخېستې.»

د نجراب څارندوال زياته کړه چې د ګاونډيانو د څېړنو او شاهدانو په اساس، محسن د پلار او مور له غوښتنو د سرغړاوۍ په خاطر آق شوی و او همدا قضيه د هغوی تر منځ د دښمنۍ د سختېدو سبب شوې وه.

۳۰ کلن محمد محسن په ۱۳۸۸ لمريز کال کې د نجراب غږ راډيو د فعاليت د پيل کېدو له وخته؛ خپل کار د ( د هنر مرغلرې) فرهنګي خپرونې او ( د اونۍ پېښې ) ټولنيزې او سياسي خپرونې د چلوونکي په حيث پيل کړو.

اوس د محسن مېرمن له خپلې کوچنۍ لور سره چې شاوخوا يو کال عمر لري؛ د خپل پلار په کور کې ژوند کوي.

د افغانستان خبريالانو مرکز د محسن هاشمي د وژنې د عاملينو محکمه کېدل د عدالت د تامينولو په لاره کې يو ګام ګڼي او په همدې حال کې د وژل شوي د مېرمن شکايتونو ته د رسېدنې او د وروستۍ پرېکړې صادرول د هېواد د جزا قانون په اساس او د هغه د سرته رسولو ضمانت غوښتنه کوي.

د بيان د آزادۍ او د آزادو رسنيو د فعاليت د ملاتړ دا بنسټ د افغانستان له حکومته غواړي چې د وژل شوي د مېرمن اندېښنې په ځانګړي ډول د ځاني او رواني امنيت په هکله جدي ونيسي او ورته رسېدنه وکړي.