په چاريکار کې د خبريالانو اعتراضيه غونډه

په چاريکار کې د خبريالانو اعتراضيه غونډه

۳۰ سنبله ۱۳۸۹

چاریکار: د کابل د شمالي ولايتونو خبريالانو او د رسنيزو چارو کارکوونکو د پروان ولايت په مرکز چاريکار کې د يوې غونډې په ترڅ کې، د ملي امنيت له خوا په کاپیسا کې د افغانستان د آزادو خبريالانو د ټولنې ولايتي مسوول د نيولو په تړاو اعتراض وکړ.

په کاپيسا ولايت کې د آزادو ژورنالېستانو د ټولنې مسوول حجت الله محمدي د ټاکنو په ورځ (شنبه د وږي ۲۷ مه) د راپور برابرولو په وخت کې د کاپیسا د ملي امنيت د منسوبينو له خوا نيول شوی و.

په پروان کې د آزادو ژورنالېستانو د ټولنې حوزوي مسوول احمد هنايش د افغانستان د خبريالانو مرکز ته وويل، چې د څلور ورځو په تېرېدو لا هم د ښاغلي مجددي تور نه دی معلوم او دوی يې د وضعيت په اړه اندېښمن دي.

د هغه په وينا؛ حجت الله مجددي په کاپيسا کې د ټولنې د مسووليت سربېره له يوې رسنۍ سره د خبريال په صفت دنده اجراء کوله.

هنايش زياته کړه چې حجت الله مجددي يوه مياشت وړاندې د کاپيسا د دولتي راډيو تلويزيون د آمر په حيث د شاوخوا پنځو کلونو کار وروسته د کاپيسا د مخکيني والي غلام غوث ابوبکر سره د اختلافاتو له وجې له دندې ګوښه کړل شوی و.

د آزادو ژورنالېستانو د ټولنې حوزوي مسوول وويل چې دوی د کاپيسا ولايت له سرپرست محمد شريف حکيمزاده سره د ښاغلي مجددي د نيولو په هکله خبرې کړې دي؛ مګر هغه ويلي چې حجت الله مجددي په کابل کې د ملي امنيت د عمومي رياست په امر نيول شوی دی.

د احمد هنايش د معلوماتو پر بنسټ په دې وروستيو کې د نا امنۍ د زياتېدو او د نفوذ د خاوندانو په زياتېدو سره د کابل په شمال کې په رسنيزو کارونو يو شمېر محدوديتونه وضع شوي دي او د خبريالانو ځان سانسورونه هم زياته شوې ده.