د جهان تلويزيوني شبکه له فعاليته ولوېده.

د جهان تلويزيوني شبکه له فعاليته ولوېده.

۴ لړم ۱۳۹۴

په پروان ولايت کې د جهان تلويزيوني شبکې مسوولين وايي چې دا رسنۍ د امنيتي او اقتصادي ستونزو له وجې له فعاليته پاتې شوه.

د جهان تلويزيون رئيس مير عبدالمقصود ميرزاده د افغانستان خبريالانو مرکز ته وويل چې د مافيايي ډلو د فعاليت له وجې د راپورته شويو امنيتي ستونزو د زياتېدو او د اقتصادي ستونزو له وجې يې د دې رسنۍ کار ته د پای ټکی ايښی دی.

هغه وويل: «د دې بې قانونيو زغم زمونږ لپاره ستونزمن و او په دې ډول شرايطو کې مؤثر رسنيز کار نه شو تر سره کولای او له همدې وجې مو د محيطي جنجالو د مخنيوي په پار د جهان تلويزيون دروازه وتړله.»

د ميرزاده په وينا جهان په ۱۳۹۳ کال کې د يو ورزشي تلويزيون په حيث په کار پيل وکړ؛ مګر يو کال وروسته د جواز په تعديلولو سره يې فعاليتونه پراخ شول او د هېواد او په ځانګړي ډول د پروان، کاپيسا او پنجشېر ولايتونو ټولې ټولنيزې، فرهنګي او سياسي مسلی او پېښې يې تر پوښښ لاندې راوستې.

د جهان تلويزيون رئيس زياته کړه چې دې رسنۍ په پښتو او دري ژبو نشرات درلودل او خپرونې يې په په پروان او د کاپيسا او پنجشېر ولايتونو په ځينو برخو کې د لېد وړ وې.

د عبدالمقصود ميرزاده د معلوماتو پر بنسټ، د جهان د فعاليتونو په ودرېدو سره د دې تلوېزيون ۳۰ تنه کارکوونکي بېکاره شوي دي.

په پروان کې د افغانستان د خبريالانو د مرکز استازی د جهان تلويزيون د فعاليتونو په ودرېدو د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وايي، چې د کابل په دې درې شمالي ولایتونو کې امنيتي او اقتصادي ستونزې د رسنيو د فعالانو لپاره له لويو ننګونو دي او همداسې که افغانستان حکومت دې مسايلو ته جدي پاملرنه ونه کړي؛ نو په ياده حوزه کې به د آزادو رسنيو وضعيت لا خراب شي.