د پروان ولایتي شورا استازی: که پژواک مې خبر خپور کړ په خدای چې ژورنالیست یې موټر پسې وتړم او رایې ښکاږم.

د پروان ولایتي شورا استازی: که پژواک مې خبر خپور کړ په خدای چې ژورنالیست یې موټر پسې وتړم او رایې ښکاږم.

۱۴ کب ۱۳۹۵

د افغانستان خبریالانو مرکز د پژواک دفتر ته د پروان ولایتي شورا استازي او وسله والو ننوتل او د دې رسنۍ کار کوونکو ګواښنه په کلکه غندي او له حکومت غوښتنه کوي، چې د قضیې جدي څیړنه وکړي.

د پژواک راپور له مخې عصمت الله محمدي بګرام ولسوالۍ کې د ځمکو په غصب او دولسم ټولګي جعلي سند جوړولو باندې تورن شوی دی، درې ورځې دمخه کابل کې د پژواک مرکزي دفتر ته ننوتی او د دې رسنۍ کار کوونکو ته ګواښونه کړي دي.

محمدي زیاته کړې پژواک باید دې باندې پورې شوو تورونو په اړه راپور په څیر بې ځایه کارونو ځان نه بوختوي ځکه د هغه په وینا رسنۍ د پلټنې حق نه لري.

د پروان ولایتي شورا استازي زیاته کړې« بې ځایه خبرې مه کوئ، خلک مه سرګردانه کوئ، په الله ج قسم که پروان کې ستاسې خبریال وګورم خېټه کې یې په لغتو وهم، زه پروان کې وکیل یم، له خدای پرته له بل چا نه ویریږم، سل ځله یې خپور کړئ مګر په الله قسم که ستاسو خبریال مې ولید او په موټر پسې مې کش نکړ د سپي زوی به یم»

د ولایتي شورا دې استازي د پژواک کار کوونکوته په وینا کې ویلي: «له قانون خبرې مه کوئ، قانون چیرته دی، که سل ځل یې هم خپور کړئ په الله قسم چې کیسه کې یې هم نه یم او یا له ولسمشر او یا ډاکټر عبدالله ویریږم»

د پژواک مشر دانش کړوخیل ویلي دې رسنۍ تل د ژورنالیزم اصولو سره سم کار او ژمنه کړې ده چې خپل راپورونه د ثبوتونو او شواهدو پرمټ د ښکیلو خواوو د نظر اخیستلو وروسته نشر کړي.

هغې پژواک دفتر ته د پروان ولایتي شورا دې استازي ننوتل، چې دخپلو وسله والو سره په زور ننوتی وویل چې د پژواک کار کوونکو سره د خلکو دې استازي چلند د اصولو خلاف وو.

کړوخیل یادونه کړه که د دې راپور په سر د پژواک مرکزي اداره او یا کار کوونکي ېې په کابل او یا نور ولایتونو کې له ستونزو سره مخ شي نو مسوولیت به يې د عصمت الله محمدي پر غاړه وي.

د پژواک مشر له حکومت غواړي دې قضیې ته د رسیدنې ترڅنګ، د دې رسنۍ خبریالانو امنیت خوندیتوب لپاره تدابیر ونیسي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د پروان ولایتي شورا استازي لخوا خبریالانو ته ګواښ د بیان ازادۍ لمنځه وړل او د یوې ازادۍ رسنۍ د کار مخنیوي سره یوشان بولي او هغه په کلکو ټکو غندي.

د خبریالانو د ملاتړ دا مرکز د پروان له ولایتي شورا غوښتنه کوي، چې د عصمت الله محمدي دا کار غیر قانوني او د خلکو استازي د معیارونو خلاف یې ترڅیړنې لاندې ونیسي او دې برخه کې عمل وکړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د هیواد له عدلي او قضایي ارګانو غوښتنه کوي، چې دا پېښه قانوني تعقیب او دې شخص ته د سزا ورکونې پرته اجازه ور نه کړي چې زور واکان رسنۍ د خپل کار او فعالیت له امله وګواښي او یا یې خود سانسورۍ ته مجبورې کړي.