په افغانستان کې د تښتول شوي فرانسوي انځورګر آزادي

په افغانستان کې د تښتول شوي فرانسوي انځورګر آزادي

میدان ښار ۱۹ وری ۱۳۹۲

کورنیوچارو وزارت وایي فرانسوي خبریال پی یر بورژه چې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د کابل څخه تښتول شوی وو، آزاد شوی دی.

د کورنیوچارو وزارت ویاند صدیق صدیقي اسوشیټیډپرېس اژانس ته ویلي چې دا فرانسوي انځورګر په میدان ښار کې ساتل کیده چې د تښتوونکو له منګولو تښتیدلو وروسته د پولیسو په مرسته کابل ته را وړل شوی دی.

صدیقي ویلي پی یر پورژه د څلور وسله لرونکو له لوري د کابل ښار شلوغ سیمې څخه تښتول شوی وو.

تر دې دمه هیڅ کومې ډلې د دې تښتول شوي انځورګر مسوولیت نه دی منلی خو تر اوسه لاهم نه ده روښانه چې دی څه ډول ازاد شوی؛ خو له دې وړاندې په کابل کې یوې سرچینې د یربورژه د کورنۍ د یو غړي له خولې خبر ورکړی و، چې د فرانسې سفارت د دې قضیې په اړه پلټنه کوي.

د فرانسې سفارت په هغه وخت کې د دې انځورګر له کورنۍ غوښتنه کړې وه چې د امنیتي د لایلو له امله د پی یر تښتونې په اړه د خبرو کولو څخه ډډه وکړي.

تر اوسه ګڼ شمیر خبریالان د اقتصادي ګټو او سیاسي مخالفت له امله د افغانستان په مختلفو سیمو کې تښتول شوي دي.

په افغانستان کې د خبریالانو تښتونې وروستۍ پېښه د ۱۳۸۸ کال جدي میاشتې په اتمه نیټه وه، چې وسله والو طالبانو د فرانسې 3 تلویزیونې شبکې خبریالان هروه د کی ئر، استفان تپونیه له درې افغان ملګرو سره کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ کې وتښتول.

طالبانو دفرانسوي خبریالانو دوه ملګري له یوې مودې بند تیرولو وروسته خوشې کړل مګر د فرانسوي خبریالانو له ازادولو یې ډډه وکړه او له فرانسې یې غوښتنه وکړه چې په بدل کې یې له زندانونو د طالبانو ملګري ازاد کړي.

بلااخره دې ډلې ۱۳۹۰ کال سرطان میاشت کې ۵۴۷ ورځو بند وروسته هروه دکی ئیرو او استفان تپونیه، ژونالیست او کامره مین پرېښودل.

په هغه وخت کې د فرانسې حکومت اعلان وکړ، چې د خبریالانو او ویډیو اخیستونکي په سر يې هیڅ کومه معامله نه ده کړې او طالبانو هم پدې اړه نظر ندی څرګند کړی.