د پارلمان د يو غړي له خوا د تنوير تلويزيون مسوول مدير په مرګ ګواښل

د پارلمان د يو غړي له خوا د تنوير تلويزيون مسوول مدير په مرګ ګواښل

۷ غبرګولی ۱۳۹۴

پلخمري: په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازي عاشق الله وفا د تنوير غير دولتي تلوېزيون د مسوول مدير په مرګ ګواښلو تر څنګ ګواښ کړی دی، چې دا رسنۍ نور د هغو پېښو د پوښښ لاندې راوستلو حق نه لري چې دا وکيل يې لازمه نه ګڼي.

د ولسي جرګې دې غړي دوه شپې مخکې د تنوير تلويزيون مسوول مدير شېر محمد جهش سره په يو تليفوني اړيکه کې د بغلان د پېښو د خبري پوښښ په هکله نيوکه کړې ده او ويلي يې دي چې په همدې خاطر د شنبې ورځ له کابله پلخمري ته راځي او هغه ته به سزا ورکړي.

وفا په يو غږيز فايل کې چې يوه کاپي يې د افغانستان د خبريالانو مرکز په لاسرسي کې ورکړل شوې ده؛ جهش ته ګواښ کوي چې دا رسنۍ حق نه لري چې نور د دې ولايت د پخواني قومندان امين الله امرخېل د تبديلۍ قضيې ته چې تازه له دې ولايته تبديل شوی دی؛ پوښښ ورکړي.

هغه وايي: «هڅه وکړه چې واقعيتونه خپاره شي، که ته ووايې يا د بغلان خلک ووايي او ټوله دنيا ووايي او که خدای هم د هغه تر شاه وي؛ امرخېل نور بېرته نه شي راګرځېدلی. خدای دې وکړي چې غږ مې خپور شي ( پروا يې نه لرم.»

نوموړی پخوانی امنيه قومندان د طالبانو په ملاتړ تورنوي او ادعا کوي چې امرخېل نا امنيو ته لمن وهله.

له دې ورهاخوا، د بغلان دا وکيل ټينګار کوي چې په هغه راپور کې چې تازه د تنوير له خوا خپور شوی؛ دی بدنام شوی دی. په دې راپور کې د دې ولايت يو تن اوسېدونکي ويلي چې د عاشق الله کسان غواړي چې دی ووژني.

د پارلمان دا استازی موضوع ته په اشاره زياتوي: «زه يو عادي کس نه وم، مصؤنيت مې درلود، تا ولې له قضا د دې پوښتنه ونه کړه، ولې پرته له دې چې په دې برخه کې د محکمې پرېکړه ضادره شي؛ د دې کس نظر دې خپور کړی دی.»

مګر په داسې حال کې چې د تنوير تلوېزيون مسوول مدير په ټينګار سره وايي چې دا د مرکه شوي کس شخصي نظر و؛ عاشق الله ټينګار کوي چې د دې کس نظر د ده او د ده د کسانو د بدنامۍ سبب شوی دی.

د ولسي جرګې دا استازی زياتوي:« تا ( په دې راپور) زه په خپله سيمه کې بدنام او بې عزته کړم. خپل حد او اندازه وپېژنه....، شنبې ورځ پلخمري ته راځم، لاس او پښې دې ماتوم  او تا په سرک غورځوم.»

نوموړی د دې خبريال د پلار د مسخره کولو او د دې د کورنۍ غړو ته له ډېرو تُندو، سپکو او پوچو خبرو له کولو وروسته وايي: «آماده يم چې ستا له پاره خپل ټول ژوند له لاسه ورکړم او له خپل وکالته هم تېرېږم.»

هغه په اخېر کې د تنوير تلوېزيون مسوول مدير ته وايي آيا ته کولی شې وروسته له دې په پلخمري کې ژوند وکړې؟

د افغانستان د خبريالانو مرکز د پارلمان د استازي دا تهديد او ګواښ په بغلان کې د بيان آزادۍ د زندۍ کولو او د آزادې رسنۍ د فعاليت ټکني په برخه کې ګام ګڼي او د دې د کلکې غندنې تر څنګ د تنوير تلويزيون د مسوول مدير د ځاني امنيت په برخه کې خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.

د خبريالانو د ملاتړ دا بنسټ د هېواد له ولسي جرګې غواړي چې د عاشق الله وفا دا ګواښ او تهديد د يو غير قانوني او د خلکو د استازولۍ د معيارونو خلاف کار په توګه له څېړنې لاندې ونيسي او د خپلې پرېکړې پايلې اعلان کړي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز په ورته وخت کې د افغانستان له حکومته غواړي چې د دې زورواکي او خپلسري وکيل د قانوني څارنې لاندې ونيسي او اجازه ورنه کړي چې نوموړی په پارلمان کې د خلکو د استازولۍ له مقام او امتيازاتو په ناوړه ګټې اخېستنې يوه آزاده رسنۍ د روانو پېښو په نه پوښښ او ځان سانسورۍ اړه کړي.

د عاشق الله وفا ثبت شوی غږ چې د دې ګواښ د جزياتو لرونکی دی؛ په دې ځای کې واورئ: