په بغلان کې د افغانستان د خبريالانو د مرکز ولايتي دفتر پرانېستل شو.

په بغلان کې د افغانستان د خبريالانو د مرکز ولايتي دفتر پرانېستل شو.

۲۲ لېندۍ ۱۳۹۵

پلخمري: په پلخمري ښار کې نن ورځ په يو لړ مراسمو کې د افغانستان د خبريالانو د مرکز ولايتي دفتر د سيمه یيزو مسئولينو او د رسنيو د ټولنې د استازو په شتون کې پرانېستل شو.

په بغلان کې د افغانستان د خبريالانو د مرکز د دفتر مسوول په دې مراسمو کې وويل چې د دې دفتر په پرانېستو سره د خبريالانو او محلي رسنيو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو لا ډېره زمينه برابرېږي او د بيان د آزادۍ له بهيره او د آزادو رسنيو څخه د دفاع بهير به په ډېره چټکتيا وڅارل شي.

هغه له سيمه یيزې ادارې او په ځانګړي ډول والي او همدارنګه امنيتي ځواکونو څخه په بغلان کې د بيان د آزادۍ او د آزادو رسنيو د ملاتړ په خاطر د مننې تر څنګ؛ د رسنيز فعاليت د لا ښه کېدو په خاطر د افغانستان د خبريالانو د مرکز وړانديزونه مطرح کړل او د هغوی د رعايت غوښتونکی شو.

جهش زياته کړه، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون چې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا توشيح شوی دی؛ په بغلان کې په سم ډول په نظر کې نه نيول کېږي او خبريالان اطلاعاتو د لاسرسي لپاره د جدي محدوديتونو سره مخ دي.

د خبريالانو د مرکز ولايتي مسوول له والي وغوښتل تر څو د ولايت د پېښو د ښه پوښښ په خاطر؛ د ولسمشر د حکم په برخه کې يو مؤثر طرزالعمل خبريالانو ته د اطلاعاتو ورکولو د بهير د چټکتيا په برخه کې جوړ کړي او لږ تر لږه په مياشت کې د يوې خبري ناستې په جوړولو او د دولتي بنسټونو په هڅولو؛ اطلاعاتو ته د پر وخت لاسرسي او آزادو خبريالانو ته د اړتيا وړ اطلاعاتو زمينه برابره کړي.

د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي دوسيو ته درسيده ګۍ له کميټې سره د محلي ادارې همکاري چې د ولسمشر په حکم جوړه شوې ده او همدارنګه په بغلان کې د خبريالانو او رسنيو د امنيت او خونديتوب د طرزالعمل عملي کول د هغه غوښتنو نه و چې هغه مطرح کړل او ويې ويل چې د رسنيو ټولنه په تمه ده چې دا کارونه د سيمه یيزې ادارې په لومړيتوبو کې ځای ونيسي.

د بغلان والي عبدالستار بارز د افغانستان د خبريالانو د مرکز د دفتر په پرانېستل کېدو د خوښۍ تر څنګ ژمنه وکړه چې د هېواد قوانينو او د ولسمشر د حکمونو مطابق به د دې ولايت له رسنيزې ټولنې سره همکاري او يادو شويو غوښتنو ته رسيده ګي کوي.

د بغلان د ولايتي شورا رئيس اسدالله شهباز هم په خپلو خبرو کې په دې ولايت کې د بيان آزادۍ له بهيره او د آزادو رسنيو د فعاليت څخه د ملاتړ تر څنګ؛ د خبريالانو او رسنيزو فعالانو مشروع غوښتنو ته د رسېدنې غوښتونکی شو.