د ماین چاودنې له امله د آرمان شهر راډیو ته ډیر مالي زیان اوښتی دی

بغلان

۲۲ اسد ۱۳۹۹

پلخمري- پلخمري ښار کې د ارمان شهر په نوم راډیو ته نیږدې د چاودنې له امله د دې رادیو دفتر او وسایلو ته زیان رسېدلی دی.

سیمه ییزې سرچینې وایي دا چاودنه د سه شنبې په شپه شا وخوا ۸ بجې شوې ده.

د ارمان شهر او بانو اوونیزې مسؤل مدیر سیدعظیم هاشمي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، له نېکمرغه چې په دې چاودنه کې چاته زیان نه دی رسېدلی خو راډیو ته سخت مالي زیان رسیدلی دی.

دا ودانۍ د آرمان شهر راډیو سربیره په عین وخت کې د شهربانو نشریې دفتر هم دی.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دې چاودنې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی او نه هم د چاودنې څرنګوالی په ډاګه شوی دی.

د افغانستان دخبریالانو مرکز، د بغلان ولایت له امنېتي ادارو غواړي چې دا پېښه په جدي توګه وڅیړي او پایله یې باید له رسنیو سره شریکه کړي.

بغلان د هیواد له نا امنه ولایتونو ګڼل کیږي او په تیرو کلونو کې هم د خبریالانو د ګواښ او ډارونې په موخه ورته پېښې په دې ولایت کې ترسره شوي دي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د رسنیو او خبریالانو خوندیتوب اهمیت باندې په ټینګار سره له کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست څخه د دې غوښتنه کوي چې د خبریالانو او رسنیو د خوندیتو مقررې له مخې د هغوی امنیت ته لومړيتوب ورکړي او جازه دې نه ورکوي چې امنیتي ګواښونه د خبریالانو کار ته زیان ورسوي.