خوشي راډیو باید خپلو نشراتو ته ادامه ورکړي.

۱۹ تله ۱۳۹۳

پل خمري: د افغانستان خبریالانو مرکز د بغلان ولایت سیمه ییزې ادارې غواړي، چې د خوشي راډیو پینځه کار کوونکو په خوشې کولو سره، اجازه ورکړي دا ازاده رسنۍ له سره خپل فعالیت پېل کړي.

خوشي شخصي راډیو په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې تېره ورځ د دیني علماو د پرلپسې ګواښوونو له امله وتړل شوه او پینځه کار کوونکي یې د پولیسو لخوا ونیول شول.

د بغلان ولایت اطلاعاتو او کلتور رئیسه شکریه اصیل وویل، هغه خپرونه چې د دیني علماو غوصه یې پارولې وه د لوې اختر په لومړۍ ورځ خپره شوې وه.

د هغه په وینا دا خپرونه چې طنزي چوکاټ کې خپره شوې ده، د دې راډیو څلور کار کوونکو د ملا، قاري، د قربانۍ څښتن او د قربانۍ د څښتن د زوی رول لوبولی او د حلال شوي پسه په ویش یې ساعت تیرې کړی.

اصیل د بغلان ولایت پولیسو یوې سرچینې په وینا وویل، چې یو شمیر دیني علماو د غه خپرونه سپکاوی ګڼلی او پلان یې درلود چې د خوشي راډیو دفتر ته اور ورته کړي خو پولیسو یې مخه ونیوله.

مېرمن اصیل څرګنده کړه د دې رسنۍ مسوول مدیر منلې، چې د خپرونې تولید او نشر ناسم وو.

د هغه په وینا کیدا شي د لاریون کوونکو څخه د بخښنې غوښتلو سره پیدا شوې ستونزه ختمه شي.

د بغلان ولایت پولیسو ویاند جاوید بشارت تاید کړه، چې پولیسو د محکمې د حکم په اساس د خوشي راډیو دروازه تړلې او پینځه کار کوونکي یې نیولي دي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د بغلان ولایت پولیسو د دې کار غندنې ترڅنګ له ولایتي ادارې غوښتنه کې، چې هر څومره ژر امکان ولري نیول شوي کسان ازاد او اجازه ورکړي تر څو دا راډیو نشرات له سره پېل کړي.

د هیواد ډله ییزو رسنیو قانون کې راغلي چې هیڅ حقیقي یا حقوقي اشخاصو له ډلې دولت او دولتي ادارې نه شي کولی، د ازادو خبري او مالوماتي رسنیو فعالیت منعه، تحریم، سانسور او یا محدود کړي او یا له بلې لارې د ډله ییزو او مالوماتي رسنیو نشراتي چارو کې لاس وهنه وکړي.

د دې قانون له مخې له رسنیو او خبریالانو هر شکایت د ډله ییزو رسنیو کمېسیون له لارې و پلټل شي او دې برخه کې باصلاحیته محکمه کولی شي حکم صادر کړي.

دا بنسټ په ورته وخت کې له بېلابېلو رسنیو هم غوښتنه کوي، چې د خبریالۍ اصولو سره سم کار ترسره کړي او همماله د خلکو مذهبي او کلتوري ارزښتونو ته درنا وی وکړي او له سپکاوي لرونکو مطلبونو او خپرونو نشر څخه ځان وساتي، د نه منلو په صورت کې سرغړونکې رسنۍ به د قانونو پر وړاندې ځواب ویونکې دي.