د وسله والو کسانو حمله کې د تنویر تلویزیون مسوول مدیر ټپي شوی او ساتونکی یې وژل شوی.

د وسله والو کسانو حمله کې د تنویر تلویزیون مسوول مدیر ټپي شوی او ساتونکی یې وژل شوی.

۲۰ تله ۱۳۹۶

پلخمري: د تنویر تلویزیون مسوول نن ماښام پلخمري ښار کې د وسله لرونکو کسانو حمله کې ټپي شو او ساتونکی یې چې پولیس وو، ووژل شو.

شیرمحمد جهیش بغلان کې د افغانستان خبریالانو مرکز استازي په توګه فعالیت هم کوي وایي، چې له تلویزیون څخه کورته په لار د نامالومه وسله والو حمله کې په نښه شو.

هغه وایي کورته نږدې، ناڅاپه زموږ په موټر زښتې ډزې شروع شوې، دوه مرمۍ پرما ولګیدې، یوه مرمۍ په مخ او بله په خېټه ولګیدم، چې له نیکه مرغه ټپونه یې د اندېښنې وړ ندي؛ مګر ساتونکی امان الله مې د موټر په وروسته سیټ کې ناست وو د پرلپسې ډزو له امله يې ژوند له لاسه ورکړ.

جهیش چې اوس د پلخمرې په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دی، وویل چې د نامعلومه کسانو له لوري د پرلپسې ګواښونو، په نوموړي د احتمالي کیدونکې حملې په اړه د بغلان امینتي مسوولینو ته خبرداری ورکړی و.

د تنویرتلویزیون مدیر څرګنده کړه چې د امنیت احساس نه کوي او له امنیتي ادارو یې غوښتنه کړې، چې امن ځای ته یې ولیږدوي.

د افغانستان خبریالانو مرکز مشر احمد قریشې یو بیان کې د دې حملې د غندنې ترڅنګ وویل(( دې برید څرګنده کړه چې افغانستان کې رسنیو کې کار او په ځانګړې توګه ولایتونو کې څومره له خطر ډک دی، د خبریالانو په وړاندې شته ګواښونه باید جدي ونیول شي او امنیتي مسوولین باید دې برخه کې اړین ګامونه پورته کړي.

هغه زیاته:( د بغلان ولایتي چارواکو غواړو چې هر څومره ژرکېږي؛ د دې برید مسوولین ونیسي او دې برخه کې عدالت پلی کړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز شمیرو  له مخې له ۱۳۷۳ کال راپدې خوا تر دې دمه ۷۴ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي په افغانستان او دوه افغان خبریالان پاکستان کې وژل شوي؛ له بلې خوا بدبختانه ډیری وختونو کې د دې پېښو ترسره کوونکي له سزا ورکولو معاف دي.