۷ ۱ غبرګولی ۱۳۹۴
پلخمري: پارلمان کې د بغلان خلکو استازي عاشق الله وفا ۱۲ ورځې وروسته، د تنویر تلویزیون رئیس ته د سپکاوي او په مرګ د هغه ګواښوونې له امله بخښنه وغوښته.
د دلاور ایماق په کور کې د نورو وکیلانو په شتون کې عاشق الله د شیر محمد جهش څخه بخښنه وه غوښته خو په ورته وخت کې، هغه ادعا وکړه چې ده ته منصوب غږیز کلیپ؛ د پاکستان څارګرې ادارې( اي اس ای) له لورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شوي استخباراتي تړون سره د ده د مخالفت له امله جوړ شوی دی.
خو جهش د دې ادعا په ردولو سره ویلي چې هیڅ ډول جعل او لاس وهنه په دې برخه کې نه ده شوې او اړوند دولتي ادارې کولی شي دې برخه کې څېړنه وکړي.
د دې غږیز فایل له خپرېدو وروسته، دخبریالانو ملاتړ ادارو، د بغلان ولایت زیات شمېر اوسیدونکو په ځانګړې توګه علماوو توند غبرګون ښکاره کړ او له اړوندو دولتي ادارو یې غوښتنه وکړه چې دا وکیل د قانوني څېړنو لاندې ونیسي.
په دې دوران کې که څه هم د عاشق الله وفا طرفدارانو د هغه په ملاتړ پلخمري کې لاریونونه وکړل او دا غږیز فایل یې جعلي بللو خو په دې اړه د خلکو غبرګون نوموړی اړ کړ چې د خپل ترسره کړي کار له امله بخښنه وغواړي.
شیر محمد جهش د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل چې د دې وکیل د بخښنې غوښتو وروسته دا خپل شکایت څخه تېر شوی خو د دې قضیې نور مسایل خلکو او حکومت پورې اړه لري.
د افغانستان خبریالانو مرکز د عاشق الله وفا د بخښنې غوښتلو څخه د خوښۍ ترڅنګ له اړوند حکومتي ادارو څخه غواړي چې دا وکیل تر قاوني پلټنې لاندې ونیسي.
د بیان له ازادۍ او ازادو رسنیو څخه د ملاتړ دې بنسټ موندلې، چې د تنویر تلویزیون مسوول مدیر تر فشار وروسته د یاد وکیل د ګواښ څخه د ځان خلاصون په موخه د خپل شکایت څخه تېر شوی دی؛ نو له همدې امله عدلي بنسټونه د وفا قانو ني تعقیب سره اجازه ورنه کړي، چې زور واکان د دا ډول نمایشی کارونو په کولو سره له سزا څخه د ځان خلاصون په موخه د تېښتې لار وساتي.