بغلان ولایت کې د خبریالانو ورځې نمانځه

 بغلان ولایت کې د خبریالانو ورځې نمانځه

۲۷ کب ۱۳۹۴

پلخمری: د افغانستان خبریالانو ولایتي دفتر په لویه غونډه کې د خبریالانو له ورځې نمانځنه وکړه.

دا غونډه چې پلخمري ښار کې جوړه شوې وه، د ولایتي چارواکو په ګډون، مدني فعالانو، ژونالیستانو او رسنیو کار کوونکو ګډون کړی و، چې د افغانستان خبریالانو مرکز لخوا ۱۳۹۴ کال کې خبریالانو سره د شوي تاوتریخوالي، ګواښ زورونې او د رسنیو ټولنې نورو ستونزو په اړه راپو وړاندې کړ.

د افغانستان خبریالانو مرکز مسوول د دې راپور وړاندې کولو پرمهال وویل، چې د افغانستان خبریالانو مرکز تیرو ۱۲ میاشتو کې ۱۹۱ د تاوتریخوالي (فزیکي تاوتریخوالی) ګواښ، سپکاوي او په خبریالانو د فشار راوړلو پېښو ترڅنګ د رسنیو دفترونه په ټول هیواد کې په نښه شوي دي.

د هغه په وینا د افغانستان خبریالانو مرکز لخوا ثبت شوې شمېرې ښیی، چې د تیر کال په پرتله په ۱۳۹۴ کال کې د خبریالانو او رسنیو کارکونکو د مرګ څلور پېښې زیاتې دي چې تیر کال دا شمیر ۱۰ تنه وو؛ چې د ۷ تنو له ډلې د رسنیو څلور ښځینه فعالانې د طلوع تلویزیون د کار کوونکو پرموټر د وسله والو طالبانو لخوا شوي ځانمرګي برید کې ووژل شوې.

په ورته وخت کې د یوې سیمه ییزې راډیو ویاند چې د بې پولې ډاکټرانو خیریه مرکز سره یې کار کاوه کندز ولایت کې د یادو ډاکټرانو په روغتون د امریکایي ځواکونو هوایي حمله کې ووژل شو، د آسیا تلویزیون مسوول مدیر کابل کې ووژل شو او د ملي راډیو تلویزیون خبریال د وسله والو کسانو په ډزو ننګرهار کې ووژل شو.

سربېره پر دغه شمیرو کې د ۲۲ خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو ټپي کیدل، نیونه، لنډې مودې لپاره د یوتن بندي کول، ۲۴پېښې د وهلو، ۱۴ وسله والې حملې او یا هم رسنیو د فترونو او خبریالانو ته د بم کېښودلو پېښې وې.

جهش زیاته کړه چې د افغانستان خبریالانو مرکز موندنو کې ۶۶ پېښې د خبریالانو ګواښوونې په ځانګړې توګه په مرګ ګواښل،۲۲ پېښې د بیان ازادۍ او ازادو رسنیو د فعالیت مخنیوي هڅه، ۹ ځله د سپکاوي، ۳ ځلې د مستقیم سانسور کوښښ، ۶ پېښې د فزیکې حملې ا و ۷ پېښې دغیري قانوني نیونو دي چې په تیر کال کې له خبریالانو سره شوي دي.

د افغانستان خبریالانو مرکز یادونه وکړه، ۸۲ پېښې یا ۴۳ سلنه پېښې د دولت ( دولتي چارواکو، پولیسو، امنیت او ملي اردو) د وسله والو طالبانو لخوا ۵۲ پېښې یا ۲۷ سلنه، ۳۴ پېښې یا ۱۷ سلنه د نامعلو وسله والو لخوا، ۱۵ ځله یا ۸ سلنه د زور واکو له لورې، ۵ پېښې یا ۳ سلنه د داعش، دوه پېښې د رسنیو مسوولینو لخوا او یوه پېښه د بهرنیو ځواکونو له لورې وه.

چهش د خبرو په دوام بغلان ولایت کې له خبریالانو او رسنیو برخې فعالانو غوښتنه وکړه چې له هر ډول ویرې پرته خپل کار ته دوام ورکړي او خپل مسوولیت ترسره کړي.

هغې په ورته وخت کې د بغلان پولیسو له مطبوعاتي برخې غوښتنه وکړه چې د پولیسو او خبریالانو د اړیکو ښه کیدو لپاره په شریکه کار وکړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د بغلان ولایتي شورا څخه له دې امله مننه وکړه چې په خپل وخت خبریالانو ته مالومات ورکوي او له خبریالانو سره همکار دي.

د بغلان ولایت اطلاعاتو او کلتور رئیسې شکریې اصیل وویل د خبریالانو له ورځې نمانځنه کولی شي، د خبریالانو هڅونې او ښه کار باندې مثبت اغیز وکړي او له دې امله یې د افغانستان خبریالانو مرکز څخه مننه وکړه.

د شخصي راډیو ګانو استازو، ولایتي شورا غړو، مدني ټولنو استازو د دې غونډې په پای کې د رسنیو د فعالیت اهمیت ته په کتو، له حکومت غوښتنه وکړه چې پدې برخه کې له رسنیو هرډول ملاتړ وکړي.