د خبریالانو د امنیت په موخه کندز کې د دیني علماوو، مخورو او مدني ټولنو استازو سره مشورتي ناسته ترسره شوه.

۱۳۹۸د لیندۍ ۱۲ مه

کندزـ د افغانستان د خبریالانو مرکز له لورې د خبریالانو د امنیت په موخه د کندز ولایت له دیني علماوو، مخورو او د سیمه ییزو مدني ټولنو استازو سره مشورتی ناسته په کندز ښار کې ترسره شوه.

کندز ولایت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز استازی رحمت الله همنوا وایي، دا پروګرام د دې بنسټ د لویو پروګرامونو د یوې برخې په توګه دی چې ټاکل شوې د خبریالانو او رسنیو دامنیت خوندیتوب لوړونې لپاره د هیواد د ۸ زونونو په مرکزونو کې ترسره شي.

د هغه په وینا په دې ناسته کې په کندز کې د خبریالانو او خبري رسنیو وضعیت باندې خبرې اترې وشوې او ګډون کوونکو په دې ولایت کې د خبریالانو او خبري رسنیو د وضعیت ښه کولو په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

همنوا زیاته کړه چې په دې مشورتي ناسته کې د کندز ولایت ۲۵ تنه دیني علماوو، سیمه ییزو مخورو او د مدني ټولنو استازو ګډون کړای وو.

د کندز ولایت د علماو شورا رئیس مولوي محمد عاقل په دې ناسته کې وویل چې د هیواد او خلکو په اړه د معلوماتو«خبرونې» او انعکاس ورکولو په برخه کې د خبریالانو ارول ارزښتمن دی او د علماوو شورا په دې برخه کې د دوی د هڅو له امله له دوی ملاتړ کړی او د هغوي پر وړاندې د بریدونو او ګواښوونو غندنه کوي.

هغې په ورته وخت کې څرګنده کړه چې خبریالان باید مسلکي اصولو ته ژمن پاتې شي او خپله بې طرفي وساتي او په خپلواک ډول کار ترسره کړي او د خلکو او هیواد ګټې په نظر کې ونیسي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو په اساس له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۹۸ هجري لمریز کال پورې د خبریالانو پر وړاندې د فزیکي تاوتریخوالي، ګواښ، فشار او ډارونې له زرو څخه زیاتې پېښې ترسره شوې دي، چې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۰۹ خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې له دې شمېرو څخه یې ۱۲ په شمال ختیځه حوزه( تخار کې ۷، کندز کې ۳ ، بغلان کې ۲) وې.

 دافغانستان د خبریالانو مرکز اجرائیوي رئیس وایي د امنیت نه شتون ترڅنګ د خبریالانو پرضد د ترسره شویو جرایمو څخه د معافیت شتون په مایوسه کوونکي کلتور بدل شوی دی او خبریالانو باندې یې د مسلکي کار ساحه تنګه کړې ده

هغه وایي په هیواد کې د خبریالانو پرضد د جرمونو زیاتره ترسره کوونکي او پلانوونکي له سزا څخه معاف دي او په ټوله کې د وژل شویو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو قضیو څخه یواځې په شپږو کې عدالت پلی شوی دی.