د هیواد په شمال ختیځه حوزه کې د رسنیو او خبریالانو ټولنې د امنیت او خوندیتوب لوړونې هر اړخیز پروګرام پای ته روسېده

۱۳۹۸ لړم ۲۹مه

کندزـ د شمال ختیځې حوزې د خبریالانو او رسنیو د امنیت او خوندیتوب لوړونې لپاره پراخ ښوونیز، مشورتي او د عدالت غوښتنې پروګرام د کندز په ښار کې ترسره شو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز اجرائیوي رئیس احمد قریشي وایي دا لس ورځنی پروګرام چې د(لړم له ۱۶- ۲۵مې) په څلورو برخو د خبریالانو امنیت لپاره د ښوونیزو ورکشاپونو او د خبري رسنیو د امنیتي تګلارې(پالس) جوړونې، علماوو، روحانینو، ټولنیزو فعالانو او سیمه ییزو مشرانو سره مشورتي ناسته او امنیتي مسوولینو او ولایتي چارواکو سره د عدالت غوښتنې برخو کې په کندز ښار کې ترسره شو.

د هغه په وینا، د خبریالانو د روزنې ورکشاپ چې له بدخشان، تخار، بغلان او کندز ولایتونو څخه د ۳۰ خبریالانو په ګډون ترسره شو، د خبریالانو د امنیت لارښود چې د افغانستان خبریالانو مرکز له لورې جوړ شوی دی، ګډون کوونکو ته ډالۍ شو.

قریشي څرګنده کړه چې د ښوونیز ورکشاپ پرمهال خبریالانو ته چې څنګه کولی شي خپل فزیکي، انټرنیټي او رواني خوندیتوب وړتیا لوړه کړي تشریح شو او ګډون کوونکو په دې برخه کې خپلې عملي تجربې هم شریکې کړې.

د افغانستان خبریالانو مرکز اجرایئوي رئیس چې په همدې موخه کندز ته تللی؛ په دغه ولایت کې د ۱۵ رسنیو مدیرانو ته د درې ورځني ښوونیز ورکشاپ له ورکړې خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې پروګرام کې د افغانستان خبریالانو مرکز له لورې د خبري رسنیو د امنیتي تګلارې د جوړونې لار ښوود باندې بحث وشو  او دهرې رسنۍ له لخوا د هغې عملي کول تر څېړنې لاندې ونیول شو.

همدا رنګه د قریشي په وینا د افغانستان خبریالانو مرکز هیئت په کندز کې د یوشمېر سیمه ییزو رسنیو له دفترونو لیدنه هم وکړه او د هرې رسنۍ لپاره یې د امنیتي تګلارې د جوړنې څرنګوالی باندې بحث وکړ او د افغانستان خبریالانو مرکز اعلان کړی دی چې په دې برخه کې د سیمه ییزو رسنیو سره مرسته کوي.

له بلې خوا کندز کې د افغانستان خبریالانو مرکز استازی رحمت الله همنوا وایي، چې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د ګواښونو او خطرونو په ډېرېدو سره دې مرکز د کندز دیني علماوو، روحانینو او مدني ټولنې استازو سره مشورتی ناسته ترسره کړه.

هغه وویل په دې یوه ورځني ناسته کې د خبریالانو او رسنیو د امنیت او خوندیتوب وړتیا لوړونې په برخه کې د ځایي دیني علماوو، روحانینو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو استازو رول باندې بحث وشو او ګډونوالو په دې اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

د هغه په وینا ګډون کوونکو په دې غونډه کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې زیاتېدونکي ګواښ او خطرونو ته په کتو وویل چې دوی به د ممبرونو او ولسي ناستو لا لارې د رسنیو په برې طرفي او غیري نظامي توب په اړه ولس ته مخکې له مخکې معلومات ورکړي.

همنوا په ورته وخت کې څرګنده کړه؛ د عدالت غوښتنې جلا ناسته چې د کندز له امنیتي مسولینو ترسره شوه خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د رسنیو پر وړاندې د ګواښ دوام او د یادو شویو جرایمو په اړه له سزا ورکونې څخه د معافیت کلتور شتون مسله یاده شوه او سیمه ییزو مسوولینو ژمنه وکړه چې د خبریالانو د امنیت خوندي کولو او له سزا څخه د معافیت پرضد به په ډېر جدیت سره کار وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو په اساس له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۹۸ هجري لمریز کال پورې د خبریالانو پر وړاندې د فزیکي تاوتریخوالي، ګواښ، فشار او ډارونې له زرو څخه زیاتې پېښې ترسره شوې دي، چې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۰۹ خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې له دې شمېرو څخه ۱۲ یې په شمال ختیځه حوزه( تخار کې ۷، کندز کې ۳ ، بغلان کې ۲) ترسره شوې دي.

 د افغانستان د خبریالانو مرکزاجرائیوي مشر وایي د خبریالانو پر وړاندې اندېښمنوونکی ګواښ او ډار دا نه چې کم شوی نه دی بلکې ډیر شوی او خطرناکه شوی دی او په وروستیو کلونو کې دخبریالانو هدفي وژنو پېښې هم ډيرې شوې دي.

هغه وایي اندېښنې یواځې په یادو شوو برخو کې نه دي؛ بلکې د خبریالانو پر وړاندې ترسره شویو جرایمو څخه د سزا معافیت په یو خواشنوونکي کلتور باندې بدل شوی دی او د خبریالانو پر وړاندې د جرایمو ترسره کوونکي او پلانوونکي د خبریالانو د ټولنو د پراخه عدالت غوښتنو سربېره بیا هم له سزا څخه معاف دي او په اړونده قضیو کې عدالت نه دی رامنځته شوی.