د کندوز ولایت سرپرست دې د خبریالانو پر وړاندې خپلو غیري قانوني کړنو ته د پای ټکی کیږدي.

۲۳ تله ۱۳۹۳

کندوز: د افغانستان خبریالانو مرکز کندز ولایت کې د ملي امنیت څارنوالۍ ته د رسنیو درې فعالینو وربلل غندي او له والي غوښتنه کوي تر څو خپلې دا ډول غېرې قانوني کړنې پای ته ورسوي.

د کندز ولایت ملي امنیت څارنوالۍ په رسمي مکتوب کې د میدوتیک بنسټ مسوول عبدالله رسولي، او د کلتور بنسټ رسنیو برخې خبریالان محمد غفران ارمان او اسلام الدین صاحب احضار کړي دي.

دې ادارې ویلي دا حضار او رابلل د سرپرست والي د شکایت په اساس شوي چې دا درې خبریالان ولایت مقام ته په سکاوي تورنوي او له دې کسانو څخه به په دې برخه کې پلټنې ترسره کړي.

د مېدوتیک بنسټ مشراو نوموړو دوه خبریالانو حاضرونې په اړه شکایت کې چې د سرپرست والي لخوا شوی نور مالومات نه دي ورکړي.

 

kunduz governor

دوه اونۍ مخکې کندوز ولایت سرپرست غلام سخي بغلاني ساتونکو دوه خبریالان ولایت مقام دروازه کې ووهل او سپکاوی یې ورته وکړ.

دا کړنه د خبریالانو له توند غبرګون سره مخ شوه او هغوي دې برخه کې د عدالت غوښتنې په موخه د ولایتې ادارې اړوند سیمه ییزو خبرونو پوښښ بند کړ.

د افغانستان خبریالانو مرکز د کندز ولایت سرپرست غلام سخي بغلاني څخه غواړي چې د خپل واک څخه په ګټنې په خبریالانو فشار راوړلو ته د پای ټکی کیږدي او باید اساسي قانون او ډله ییزو رسنیو قانون سره سم، چې دولت له خبریالانو ازادو رسنیو ملاتړ ته ځان ژمن دی ښودلی درناوی وکړي.

بغلاني څخه کندوز کې د مرکزي حکومت د لوړ پوړي مامور په توګه تمه کیږي، چې له دې اشخاصو خپل شکایت د ډله ییزو رسنیو کمېسیون له لارې تعقیب کړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د کندز ولایت سرپرست دا ډول کړنې په هیڅ وجه نه مني او دا قضیه به په بېلابېلو کچو وپلټي.