١٢تله ٩۴
کندز: د افغانستان خبریالانو مرکز کندز ولایت کې د بې پولې ډاکټرانو په روغتون هوایي حمله کې د یو رسنیز فعال وژنه غندي او له افغان حکومت غواړي چې دا پېښه په جدي ډول وڅیړي.
د پژواک اژانس راپور له مخې د کیهان راډیو امتیاز څښتنې زرغونه حسن ویلي، چې ذبیح الله پشتون یار د ځوانانو لپاره د تفریحي او ټولنیزې خپرونې برابرولو پرمهال تیره شپه د بې پولې ډاکټرانو په روغتون شوي بمبار کې وژل شوی دی.
د هغې په وینا ذبیح الله له درې کالو راهیسې په وړیا شکل د خپرونو ویاند په توګه کار کاوه او ځیني وختونه یې د راپور جوړولو برخه کې هم کار کاوه.
میرمن حسن زیاته کړه چې ذبیح الله د مالي ستونزو له کبله درې میاشتې مخکې یاد روغتون کې د شپې له خوا د ساتونکي دنده پیل کړې وه او د ورځې به یې کیهان راډیو سره کار هم کاوه.
د بې پولې ډاکټرانو مالوماتو له مخې دې هوایي برید کې کم ترکمه ۱۹ تنه وژل شوي، چې ۱۲ د دې روغتون کار کوونکي او ۷ ناروغان دي او لسګونه نور ټپي شوي دي.
کیهان د ځوانانو ځانګړې راډیو ده چې ۷ کاله مخکې کندوز ښار کې جوړه شوه، په اوسني وخت کې ۱۵ کار کوونکي چې ۷ ېې نجونې دي دې رسنۍ کې کار کوي.
زغونه حسن چې په ورته وخت کې د شایسته راډیو( مېرمنو لپاره ځانګړې راډیو) امتیاز څښتنه هم ده ویلي چې د وسله والو طالبانو لاسته د کندز ښار لویدو د نامعلومه وسله والو له لورې د دې راډیوګانو وسایل وړل شوي، چې د دواړو راډیو ګانو نشرات بند دي.
د افغانستان خبریالانو مرکز د دې حملې غندنې سربېره له بهرنیو ځواکونو غوښتنه کوي چې د وژل شوي خبریال د وینې قیمت پرې کړي.
دا مرکز د پښتون یار او نورو قربانیانو کورنیو سره د غمشریکۍ ترڅنګ، کندز ولایت کې د رسنیو وسایلو پټول او د رسنیو دفترونو سوځول د نه منلو او د ازادو رسنیو د فعالیت پرضد بولي او له افغان حکومت غوښتنه کوي چې د دې پېښوجدي پلټنه وکړي.
په کندز ښار د وسله ولو تر حملې وروسته خبریالان کابل او مزارشریف کې امن سیمو ته لاړل.
که څه هم له درې ورځو وروسته امنیتي ځواکونو بیا د دې ښار ولکه ترلاسه کړه مګر د رسنیو لوټلو څو پرلپسې يېښو او د مدیوتیک مرکز په ګډون د روښنایي راډیو مرکز سوځیدو راپورنه ورکړل شوي دي.
د ځایي سرچینو په حواله تر اوسه دې ښار کې وضعیت عادي حالت ته نه دې ګرځیدلی او د کندز ولایت رسنۍ لاهم بندي دي.