په دوه جلا ترافیکي پېښو کې ۵ خبریالان ټپیان شول.

په دوه جلا ترافیکي پېښو کې ۵ خبریالان ټپیان شول.

۱۸ مرغومی ۱۳۹۵

تالقان،کندز: کندز او تخار ولایتونو کې په جلاترافیکي پېښو کې ۷ تنه د پینځه خبریالانو په ګډون ټپیان شول چې د دوه تنو وضعیت کړکیچن ښودل شوی.

کندز ولایت کې د افغانستان خبریالانو مرکز مشر وایي لومړۍ پېښه تیره ورځ ناوخته د کندز ــ شیرخان بندر په لار رامنځته شوې ده.

د نوموړي په خبره دې پېښه کې د رویټرز اژانس خبریال سرارمحمد رازمل موټر د سرک پرغاړه د برېښنا پایې سره ټکر کړی، چې د هغه په شمول د ورسره ناست دوه نورو کسانو د ټپي کیدو لامل شوی.

رازمل د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې دی او ورسره دوه نور کسان د کندز ولایتي روغتون ته وړل شوي، چې روغتایي حالت یې ښه دی.

همدارنګه په یوه بله پېښه کې نن د یو ډلې خبریالانو موټر د کندز ــ تالقان په لویه لار قل برز سیمه کې د بل موټر سره ټکر کړی دی.

د ځایي سرچینو په وینا دې پېښه کې کندز کې  د اریانا تلویزیون او اریانا نیوز خبریال نصرت الله ابراهیمي او کامره مین نعیم رحیمي، د خورشید تلویزیون خبریال شفق پویا او د ایران دري راډیو خبریال ټپيان شوي دي.

ټپي شوي کسان د تالقان محلي روغتون ته وړل شوي، چې د دوه تنو حالت نازک ښودل شوی دی.

د افغانستان خبریالانو مرکز د دې پېښو له امله د خواشينۍ ترڅنګ، ټپیانو ته د لوی الله ج څخه د عاجلې روغتیا هیله کوي.