په کندز کې د جماعت ملا امام په تحریکوونکې وینا د زهره راډیو دفتر تجهیزات او وسایل ویجاړ شول

۱۳۹۹ مرغومې ۲۶ مه

کندز- نن د جمعې په ورځ د فیروز کوهي جماعت ملا امام د جمعې لمونځ کې د تحریکوونکې وینا له امله لمونځ کوونکو د دې جماعت ترڅنګ د زهره راډیو په دفتر برید کړې او د هغې تجهزات او وسایل یې خراب کړي دي.

د زهره راډیو مسؤل مدیر محسن احمدي د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې دا پېښه نن ماسپښین ۱:۳۰ بجه پېښه شوې ده. د هغه په وینا په ښکاره بهرنۍ څپې د جماعت د مایکرافون له غږ سره یوځای شوي او ملا امام داسې فکر کړی دی چې غږ د دې رسنۍ د استونکي دی.

خو احمدي یادوونه وکړه چې د ښار په لومړۍ ناحیه کې په کوم ځای کې چې د راډیو دفتر دی، د سهار راهیسې برېښنا پرې شوې وه او راډیو بنده وه. د زهره راډیو مسؤل مدیر زیاته کړه چې د برېښنا نشتون او د نشراتو بندوالي مسله د جماعت ملا امام ته تشریح شوې او هغې د راډیو د خپرونو مهال ویش هم کتلی و خو له هغې سره سره قهرجنو لاریونوالو د راډیو وسایل ویجاړ کړل.

په کندز کې د افغانستان د خبریالانو مرکز استاز رحمت الله همنوا د یو شمېر لمونځ کوونکو د خبرو په اساس وایي چې، د مسجد ملا امام مولوي عبدالبصیر د خبر پرمهال نورې څپې د مسجد له مایکروفون سره یوځای شوي دي او ملا پرته له دې چې د خبرو اصلي سرچینه معلومه کړي د رسنیو او نشراتو پرضد خبرې کړي دي.

همنوا زتاته کړه چې د مولوي عبدالبصیر د څرګندونو په ترڅ کې لسګونه مظاهره کوونکو په زهره راډیو باندې چې د دې جماعت سره نیږدې ده برید کړی دی او اراده یې لرله چې د وسایلو او تجهزاتو له ویجاړولو وروسته هغې ته اور ورته کړي او وروسته يې غوښتل چې په کیهان راډیو باندې چې هلته نږدې شتون لري هم برید وکړي خو سیمې ته د امنیتي ځواکونو په رسېدو د دې کار مخه نیول شوې ده.

د افغانستان دخبریالانو مرکز په رهره راډیو برید او د هغې د وسایلو ویجاړول په کلکو ټکو غندي. دا پېښې په ډیر شدت سره د دې ښودنه کوي چې په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان تر کومې کچې زیان لیدونکي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په هیواد کې له رسنیو او خبریالانو د یو ملاتړي بنسټ په توګه، د افغانستان له حکومت غواړي چې دا پېښه په جدیت تعقیب کړي او د هغې د عاملينو په قانوني تعقیب سره، دې ته اجازه ور نه کړي چې خلک، که په هر لباس او موقف کې وي، د خلکو په احساساتي کولو سره په ناقانونه ډول اقدام وکړي او قانون مات کړي.