په کندز کې د خبري رسنیو د امنېتي تګلارې(پالیسۍ) جوړونې ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسېده

۱۳۹۸ د لیندۍ ۱۲مه

کندز - د کندز ولايت خبري رسنيو لپاره د امنيتي پاليسۍ د تدوين ښوونيزه برنامه چې د خبري رسنيو او کارکوونکو د خونديتوب لپاره په لاره اچول شوې وه، پای ته ورسېدله.

د افغانستان د خبريالانو مرکز اجرايي رئيس احمد قريشي وايي چې دغه ښوونيزه برنامه د افغانستان خبريالانو مرکز د یوې جامع پروګرام برخې ده چې ټاکل شوې د هيواد د اته حوزو په ټولو مرکزونو د رسنيو او خبريالانو د خونديتوب په خاطر عملي شي.

د هغه په وینا یاد پروګرام د خبري رسنیو د امنیتي تګلارې جوړونې لپاره د ښوونیز کتاب د ویش او تشریح، له یوبل سره د رسنیو د مسوول مدیرانو د تجربو شریکول، د ګډون کوونکو د نظرونو او وړاندیزونو راټولول، د رسنیو د امنیت لپاره عدالت غوښتنه او د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو د سزا معافیت ختمېدو په برخه کې ترسره شوی دی.

قريشي زياته کړه چې د خبري رسنيو د امنيتي پاليسو د تدوين لارښود کتاب د فزيکي، ډيجيټلي او رواني امنيت په برخه کې چمتو شوی دی.

د همنوا په وينا ددغې برنامې ځینې برخې د ټولو ګډون کوونکو په حضور او ځينې نورې برخې د رسنيو په دفترونو کې اجرا شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو په اساس له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۹۸ هجري لمریز کال پورې د خبریالانو پر وړاندې د فزیکي تاوتریخوالي، ګواښ، فشار او ډارونې له زرو څخه زیاتې پېښې ترسره شوې دي، چې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۰۹ خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې له دې شمېرو څخه یې ۱۲ په شمال ختیځه حوزه( تخار کې ۷، کندز کې ۳ ، بغلان کې ۲) وې.

د افغانستان د خبريالانو مرکز اجرايي رئيس وايي چې د امنيت نشتوالي سربېره، د خبريالانو پر وړاندې له جزا څخه د معافيت کلتور په مايوسوونکي ډول په يو کلتور بدل شوی دی او د خبريالانو کاري ساحه يې د خبريالانو لپاره تنګه کړې ده. د هغه په وينا دخبريالانو په وړاندې د جرم ترسره کولو اکثره عاملين په هېواد کې له جزا څخه معاف شوي دي، او د خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو پرضد ترسره شویو شپږ پېښو کې یواځې عدالت پلی شوی دی.