د کندز د ځوانانو او مېرمنو راډیو ګانو د کار د بيا پيل لپاره د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام مرسته

۱۸ کب ۱۳۹۴

کندز: د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام وايي چې په کندز کې د دوی په مرسته شايسته او کيهان راډيوګانو د دوهم ځل لپاره په خپرونو پيل وکړ.

شايسته راډيو چې مېرمنو ته ځانګړې ده او کيهان چې د ځوانانو لپاره خپرونې کوي؛ دواړه د روان کال په تلې مياشت کې هغه وخت چې کندز د مخالفينو لاس ته لوېدلی و؛ له منځه لاړې او د دې دواړو راډيويي شبکو کارکوونکي هم د ناامنيو له وجې خواره واره شول.

په تېر کې دې دواړو راډيويي شبکو کندوز او ګاونډي ولايتونه د راپورونو او په روغتيا، تعليم او تربيه او همدارنګه قانوني او سياسي خبرونه او پروګرامونه تر پوښښ لاندې نيول.

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) د ښځو په نړيواله ورځ دا دوه راډيويي شبکې په دويم ځلي تجهيزولو سره؛ هغوی د دې وړ کړې چې خپل نشرات بيا پيل کړي.

د شايسته راډيو مسووله مديره مېرمن زرغونه حسن وويل: «زمونږ دواړه شبکې به له دې وسايلو ګټه اخلي او دا يوه دوامداره پانګونه ده.»

هغې زياته کړه: «په څو راتلونکو مياشتو کې به مونږ د ښځو د حقوقو د پياوړي کولو او د ځوانانو د ستونزو لپاره په سيمه کې کار وکړو.»

په افغانستان کې ۷۰ سلنه خلک راډيوګانو ته لاسرسی لري او راډيويي پروګرامونه تعقيبوي؛ په داسې حال کې چې ۴۵ سلنه خلک تلويزيونونو ته لاسرسی لري. له همدې وجې راډيوګانې په لږ لګښت ډېر خلک تر خپل نشراتي پوښښ لاندې راولي؛ په ځانګړي ډول په هغو سيمو کې چې د زده کړو کچه په کې ټيټه وي.

د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام د جنډر د پروژې مديره مېرمن سسيليا انکيوبي وايي: «سيمه یيزې راډيو ګانې په هغه ځايونو کې چې ډېره اړتيا ورته احساسېږي؛ د ښځو د حقوقو په اړه د پيغام رسولو بهترينې وسيلې دي.»

د کندز په څېر سيمو کې ښځې صحي، کاري، حقوقي او د خپلواکۍ خدمتونو ته کم لاسرسی لري؛ نو په دې اساس سيمه یيزې راډيو ګانې په ټولنيز بدلون، د شته خدمتونو په هکله پوهاوي، حقونو او د حقونو اړوند مراجعو ته د رسېدلو په څرنګوالي کې مؤثره معلومات رسونه کولای شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام رئيس ښاغلی دګلاس کی وايي: «مونږ د کندز د اوسېدونکو تر څنګ ولاړ يو او خوښ يو چې دښځو سره مرسته کوو چې خپل غږ بيا پورته کړي.»

هغه زياتوي: «د راډيو له لارې د ښځو د غږ اورېدل؛ نورې هغه ښځې چې په کورونو کې ناستې دي هڅوي چې هغوی هم خپل غږونه پورته کړي.»