د رسنیو پرضد د طالبانو بل عمل، د کندز مدیوتیک دفتر ولوټل شو.

د رسنیو پرضد د طالبانو بل عمل، د کندز مدیوتیک دفتر ولوټل شو.

۸ تله ۱۳۹۴

کندز: کندز ولایت کې د ټولنیز او رسنیز مرکز مدیوتیک چارواکي وایي چې تېره شپه د دې دفتر رسنیز وسایل لکه کمپیوټر، غږ ثبتونکی ماشین او کامره د وسله والو طالبانو لخوا لوټل شوي دي.

د دې مرکز مشر عبد الله رسولي د افغانستان خبریالانو مرکز ته د ځایي خلکو د مالوماتو په اساس وویل، چې دا پېښه تېره شپه شوې ده خو تر اوسه څرګنده نه ده چې د لوټنې کچه څومره ده.

د هغه په وینا د دې مرکز رسنیزو کار کوونکو له ډلې مدیر او د نشراتو مسوول توانېدلي، چې له ښاره بهر شي او د ویش مسوول خوندي ځای ته لاړ شوي.

کندز ښار کې دا دویم برید دی چې په رسنیو او یا د رسنیو په ټولنه کیږي، دوه ورځې مخکې د روشني راډیو تلویزیون دفتر په دې ښار کې وسوځول شو.

د افغانستان خبریالانو مرکز د مدیوتیک پر دفتر برید او د هغې لوټل په کلکو ټکو غندي، چې د بیان ازادۍ او ازادو رسنیو مخنیوي لپاره ترسره کیږي او د شرمناک عمل په سترګه ورته ګوري.

دا اداره په طالبانو غږ کوي چې د بيان آزادۍ ته د انساني ارزښت په توګه درناوی وکړي او د رسنیو حریم ته په درناوي کولو د رسنیو د شتمنیو له مینځه وړلو څخه ډډه وکړي.