تالقان کې یو خبریال ته شوی سپکاوی او غیري قانوني چلند غندنه کوو.

تالقان کې یو خبریال ته شوی سپکاوی او غیري قانوني چلند غندنه کوو.

تالقان، ١ غوايی ١٣٩٢

د افغانستان خبریالانو مرکز د یک خصوصي تلویزیون خبریال نصیر صادق سره د تخار پولیسو له لوري د سپکاوي ډک  چلند او د هغې د موټر ښېښې ماتول غندي او له ولایتې ادارې غوښتنه کوي، چې پېښه وڅېړي او له عاملینو یې پلټنې وکړي.

نصیرصادق د افغانستان خبریالانو مرکزته وویل چې پېښه د شنبې په ورځ له غرمې وروسته ۲ بجې د تالقان ښار د دویمې او څلورمې امنیتې حوزو ترمنځ وشوه.

هغه وویل« زه د تالقان ښار ترافیکي حالت معلومولو باندې راپور جوړولو لپاره دې ساحې ته لاړم، هلته د تورو ښیښو ډېر شمیر موټرې چې ځینو یې نمبر پلیټ نه درلود درول شوې وې، مګر کله مې چې د انځور اخیستلو نیت وکړو د پولیسو یو مامور راغی او له لفظي شخړې وروسته یې د ټوپک په میل سره د موټر ښیښه ماته کړه.»

صادق زیاته کړه« مګر کله چې مې د پولیسو دې کار باندې نیوکه وکړه، له ګریوان یې ونیولم او د موټر په لورې یې وشړلم او وروسته د خپل مشر په لار ښوونه د خپلو نورو همکارانو سره له هغه ځایه لاړ.»

د تورو ښیښو لرونکو او بې نمبرپلیټه موټرې د امنیتي پېښو د دلایلو له امله د کورنیو چارو زوارت له لورې منع ګرځول شوي دي.

د افغانستان خبریالان مرکز څرګندوي په هغه صورت کې چې دا موضوع حقیقت هم  ولري، خبریال سره د رسمي کار وخت کې د پولیس له لوري له سپکاوي ډک چلند او د موټرښیښه ماتول یې د قانون خلاف دي او حکومت باید ورته رسیدنه وکړي.