په مزار شريف کې د بيدار ورځپاڼې په خبريال د چاقو بريد

په مزار شريف کې د بيدار ورځپاڼې په خبريال د چاقو بريد

۵ وږي ۱۳۹۴

مزار شريف: په مزار شريف ښار کې د بيدار دولتي ورځپاڼې مسوول مدير وايي چې د دې ورځپاڼې خبريال د نامعلوم کس له خوا د چاقو په وارونو سخت ټپي شوی دی.

د ديدار ورځپاڼې مسوول مدير بيژن برناويچ په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي چې په قاسم مظفري تېر مازديګر د مزار شريف ښار په کارته مامورين کې بريد شوی دی.

د هغه په وينا مظفري د دندې د سرته رسولو په وخت کې هدف ګرځول شوی او د پښې، لاس او خېټې په برخه کې سخت ټپي شوی دی.

د ديدار ورځپاڼې مسوول مدير زياته کړې چې د دې خبريال روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی او خبرې نه شي کولای.

د بلخ ولايت د پوليسو مسوولينو تر اوسه په دې اړوند خپل نظر نه دی څرګند کړی او د دې پېښې مسووليت هم کوم شخص او يا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخېستی.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د بلخ ولايت له سيمه یيزو مسوولينو غواړي چې د دې پېښې د څرنګوالي د څېړنې تر څنګ؛ هر څومره ژر چې کېږي د دې کار عامل او يا عاملين ونيسي او په دې برخه کې قانون پلی کړي.

په بلخ ولايت کې په خبريالانو او د رسنيو په فعالانو بريدونه په وروستيو دوه کلونو کې د اندېښنې وړ وو.

د تېرکال د وږي په ۲۵ په ورته پېښه کې د آيساف د رسنيز مرکز خبرياله او تحليل کوونکې پلوشه توخي په مزار شريف ښار کې په خپل کور کې د چاقو په وارونو ووژل شوه. د لحظه راډيو وياند او چمتو کوونکي خالد آګاه یعقوبي وژنه او د آزاد خبريال مختار وفايي سخت ټپي کول د نامعلومه خلکو له خوا له نورو هغو پېښو دي چې په دې موده کې رامنځته شوي دي.